محمد بلال ستي د اسلام آباد كركټ كلب آف دي بلائنډ صدر او نويد عباسي عمومي سېكتر وټاكل شو

اسلام آباد 11 نومبر(اے پي پي) محمد بلال ستي د اسلام آباد كركټ كلب آف دي بلائنډ صدر او نويد عباسي عمومي سېكتر وټاكل شو۔ د اسلام آباد كركټ كلب آف دي بلائنډ ټاكنې تېره ورځ وشوې چې پكښې راتلونكو درې كلونو لپاره د مشرانو ټاكنه وشوه۔ د ټاكنو په مهال محمد بلال ستي صدر٬ نويد عباسي عمومي سېكتر٬ طاهر محمود بټ خزانچي٬ تېمور عمران علي خان د مېډيا سېكتر او محمد اسامه او ذيشان ګل اېګزېكټو غړي وټاكل شول۔