
ابوظهبی ۔ 30 اکتوبر (اے پی پی) د پاكستان او نيوزي لېنډ ترمينځھ د درې ټي ټونټي كركټ مېچونو سيريز اولنې مېچ به (نن) دشورؤ په ورځ كېږي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه مېچ به د پاكستان د معياري وخت ترمخه د شپې 9 بجې پېل كېږي۔ دې نه وړاندې پاكستانۍ كركټ لوبډلې كېنګروز د درېو ټي ټونټي مېچونو سيريز كښې كلين سوئپ كړې ؤ۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د دواړو كركټ لوبډلو ترمينځھ دويم ټی ټونټی مېچ به په 2 نومبر دوبۍ كښې او درېم او آخري مېچ به د نومبر په 4 مه نېټه كولې شي۔ د دواړو لوبډلو ترمينځه د درېو يو ورځني مېچونو سيريز سره سره د درې ټېسټ مېچونو سيريز هم كولې شي۔ د كېنګروز په ضد د ټي ټونټي سيريز كلين سوئپ كوؤنكې د پاكستان كركټ لوبډله به د كيويز په ضد په ځائې ساتلې شي۔