
كېنډي 19 اکتوبر (اے پي پي) د سري لنكا او د انګلستان د كركټ لوبډلو ترمېنځه څلورم يو ورځنې مېچ به ﴿نن﴾ د خالي په ورځ په كېنډي كښې كېږي۔ د پنځو مېچونو د دې سېريز وړومبې مېچ د باران له امله نه و شوے۔ دغسې دوهم او دريم مېچ د انګلستان لوبډلې ګټلې۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه پنځم او وروستې مېچ به د اكتوبر په 23مه نېټه كېږي۔ د دې نه پس به د دواړو لوبډلو ترمېنځه يو ټي ټوني مېچ او د درې ټېسټ مېچونو سېريز هم كېږي