
ابوظهبي 18 اکتوبر (اے پي پي) د متحده عرب اماراتو او د آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه يواځنې ټي ټونټي مېچ به د اكتوبر په 22مه نېټه په ابوظهبي كښې كېږي۔ د اېمرټس كركټ بورډ له مخې د آسټراليا لوبډله به د پاكستان په ضد د شېډول ټي ټونټي نه وړاندې د اكتوبر په 22مه نېټه د يو اے اي د كركټ لوبډلې په ضد يواځنې ټي ټونټي مېچ كوي۔ د بورډ چارواكو له مخې د دې مېچ كولو پرېكړه په لږ وخت كښې شوې او مونږ په دې د پاكستان او د آسټراليا د كركټ بورډ د چارواكو مننه كوو