د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه دوهم او وروستې ټېسټ مېچ نن كېږي

دبئي 15 اکتوبر(اے پي پي) د پاكستان او آسټراليا ترمېنځه د كركټ دوهم او وروستې ټېسټ مېچ نن د نهې په ورځ د اكتوبر په 16مه نېټه په ابوظهبي كښې پېل كېږي۔ د دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمېنځه په مجموعي توګه 63 ټېسټ مېچونه شوي دي چې پكښې آسټراليا 31 او پاكستانې لوبډلې 14 ګټلي دي۔ دغسې د دواړو لوبډلو ترمېنځه 18 مېچونه برابر ﴿ډرا﴾ پاتې شوي دي۔ د دواړو لوبډلو ترمېنځه د اوسني ټېسټ سېريز نه پس به د درې ټي ټونټي مېچونو سېريز هم كېږي