اسلام آباد ۔06 نومبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې 9 كسيزه پارلماني پلاوې نن د ګل په ورځ په درې ورځنۍ سركاري دوره بحرېن ته روانېږي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د بحرېن دا دوره د خپل بحريني همڅنګ په بلنه كوي۔ پلاوي كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر نه ځانله د قامي اسمبلۍ غړي میاں محمد رشید ، سلطان محمود هنجرہ ، محترمه شهناز سلیم ملک،ډاکټر …
د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې 9 كسيزه پارلماني پلاوې نن بحرېن ته روانېږي
اسلام آباد ۔06 نومبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې 9 كسيزه پارلماني پلاوې نن د ګل په ورځ په درې ورځنۍ سركاري دوره بحرېن ته روانېږي۔ د قامي اسمبلۍ سپيكر د بحرېن دا دوره د خپل بحريني همڅنګ په بلنه كوي۔ پلاوي كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر نه ځانله د قامي اسمبلۍ غړي میاں محمد رشید ، سلطان محمود هنجرہ ، محترمه شهناز سلیم ملک،ډاکټر شازیه ثوبیه ، فقیر شیر محمد بیلالانی ،محمد مزمل قریشی ، محترمه عائشہ سید او محمد اعجازالحق شامل دي۔ د خپلې دورې په مهال به سپيكر د خپل همڅنګ په شمول د بحرېن سياسي مشرتابه او سوداګرې ورورولۍ سره ملاقاتونه كوي كومو كښې به چې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔









