د كورنيو چارو وفاقي وزیر محسن نقوي سي ایم ایچ پیښور ته راتګ،د  پاک پوځ او د  فیډرل کانسټیبلري د اهلکارو عیادت

  پیښور ۔ 12 جون (اے پي پي ) د كورنيو چارو وفاقي وزیر  محسن نقوي تېره ورځ د کمبائنډ ملټري هسپتال(سي ایم ایچ) پیښور دورہ وكړه ۔  ده هسپتال كښې  د  پاک پوځ او د   فیډرل کانسټیبلري د اهلکارو عیادت وكړو ۔  داخله وزير محسن نقوي د هر يو ژوبل شوي  اہلکار خوا له لاړو او د هغه  خیریت يې  معلوم كړو  ۔ وفاقي  وزیر د پاک پوځ او …

 

پیښور ۔ 12 جون (اے پي پي ) د كورنيو چارو وفاقي وزیر  محسن نقوي تېره ورځ د کمبائنډ ملټري هسپتال(سي ایم ایچ) پیښور دورہ وكړه ۔  ده هسپتال كښې  د  پاک پوځ او د   فیډرل کانسټیبلري د اهلکارو عیادت وكړو ۔  داخله وزير محسن نقوي د هر يو ژوبل شوي  اہلکار خوا له لاړو او د هغه  خیریت يې  معلوم كړو  ۔ وفاقي  وزیر د پاک پوځ او د  ایف سي اهلکارو د  جذبې او  د  فرض شناسۍ ستائنه وكړه ۔ محسن نقوي  د ژوبل شوو  اهلکارو د لوړې  حوصلې ستائنه وكړه ۔  ده د اهلکارو د  درملنې په اړه د ډاکټرز نه اپ ډیټس واغستل ۔ په دې موقع وفاقي وزیر محسن نقوي  د ژوبل شوو اهلکارو سره خبرو كښې ووئېل تاسو په نره د فتنہ الخوارج ناپاک عزائم  ناکامه كړل ، تاسو د قام اتلان يې ، مونږ ټول په تاسو وياړ لرو ۔ وفاقي وزیر ووئېل ستاسو غوندې د نرانو  زامنو په شتوالي كښې د  دښمن کوم سازش کامیابېدې نشي  ۔ په دې موقع د خیبر پښتونخوا چیف سیکرټري شهاب علي شاہ او  آئي جي فیډرل کانسټیبلري نذیر احمد ګاڑا هم موجود وو