اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د بېنظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي د چائلډ ليبر خاتمه د منصفانه، پرمختللې او د خوشحالهټولنې بنياد دے٬ د چائلډ ليبر نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې دې ووئيل د آئينِ آرټيکل 11 ماشومانو څخه د جبري مشقت او استحصال ممانعت كوي،د آئينِ آرټيکل 25-A له مخې هر ماشوم ته وېړيا او د لازمي تعليم حق …
د چائلډ ليبر خاتمه د منصفانه، پرمختللې او د خوشحاله ټولنې بنياد دے، سېنېټر روبينه خالد
اسلام آباد 12 جون (اے پي پي) د بېنظير انکم سپورټ پروګرام چيئرپرسن سينيټر روبينه خالد وئيلي دي د چائلډ ليبر خاتمه د منصفانه، پرمختللې او د خوشحالهټولنې بنياد دے٬ د چائلډ ليبر نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې دې ووئيل د آئينِ آرټيکل 11 ماشومانو څخه د جبري مشقت او استحصال ممانعت كوي،د آئينِ آرټيکل 25-A له مخې هر ماشوم ته وېړيا او د لازمي تعليم حق ترلاسه دے ۔ دې ووئيل د ماشومانو په لاسونو كښې اوزار نه بلكې كتابونه پكار دي٬ ماشومان په مزدورۍ مجبوره كوٶنكې د سماجي او معاشي عواملو خاتمې لپاره اجتماعي هڅې ضروري دي٬ د چائلډ ليبر خاتمه قامي ترقۍ او سماجي انصاف لپاره ضروري ده۔ دې ووئيل د چائلډ ليبر خاتمې لپاره حکومت، ادارې، مور پلار او سول سوسائټي له به په ګډه كردار لوبول وي۔ دې ووئيل هر ماشوم ته د تعليم او پرمختګ يو ډول موقعې وركول پكار دي۔








