اسلام آباد۔12جون (اے پي پي) د وزیراعظم محمد شهباز شریف په امر اقتصادي رابطه کمیټۍ (اي سي سي) خیبر پښتونخوا ته د غنمو وركړې منظوري وركړې ده ۔ په دې اړه د قامي غذائی تحفظ و تحقیق وزارت د صوبې اولس ته د غنمو د وركړې لپاره ټول ضروري انتظامات مکمل کړې دي ۔د قامي غذائي تحفظ و تحقیق وفاقي وزير رانا تنویر حسین وئېلي دي خیبر پښتونخوا ته …
د وزیراعظم په امر خیبر پښتونخوا ته د غنمو د وركړې منظوري وركړې شوه
اسلام آباد۔12جون (اے پي پي) د وزیراعظم محمد شهباز شریف په امر اقتصادي رابطه کمیټۍ (اي سي سي) خیبر پښتونخوا ته د غنمو وركړې منظوري وركړې ده ۔ په دې اړه د قامي غذائی تحفظ و تحقیق وزارت د صوبې اولس ته د غنمو د وركړې لپاره ټول ضروري انتظامات مکمل کړې دي ۔د قامي غذائي تحفظ و تحقیق وفاقي وزير رانا تنویر حسین وئېلي دي خیبر پښتونخوا ته به غنم د كال په پېل كېدو په ټاكلې سرکاري بيعه وركولې شي ، چې ورسره به اولس ته ریلیف تر لاسه شي او د اوړو بيعه كښې استحکام برقرار ساتلو له به مرسته تر لاسه شي ۔ده ووئېل خیبر پښتونخوا ته د غنمو وركړه د وزیراعظم د اولس دوسته پالیسیو عملي څرګندونه ده ٬ د كومې مقصد چې هېواد كښې د خوراک شتون باوري كول او د اولس ستونزې کمول دي ۔رانا تنویر حسین ووئېل وفاقي حکومت اولس ته ارزانه اور معیاري غنم بازري كولو لپاره مؤثر اقدامات روان ساتلي دي او په دې لړ كښې د ټولو صوبو سره مکمل مرسته كېږي ٬ دغسې چې د غذائي تحفظ اهداف سر كړے شي ۔







