کوئټه 12 جون (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلي مير سرفراز بګټي د ماشومان د مشقت په ضد د نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ووئيل صوبائي حکومت د ماشومانو د حقونو تحفظ ٬ د تعليم ودې او د روښانه سباٶن باوري كولو لپاره عزم لري۔ ده ووئيل په ماشومانو مزدوري كول نه يوازې د دوي وركوټوالې متاثره كوي بلكې د دوي تعليم، صحت او د ښه سباٶن …
ماشومانو څخه د مشقت اغستو مخ نيوي او د تعليم ودې ته صوبائي حكومت پام لرنه كوي ۔ سرفراز بګټي
کوئټه 12 جون (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلي مير سرفراز بګټي د ماشومان د مشقت په ضد د نړيوالې ورځ په موقع خپل پېغام كښې ووئيل صوبائي حکومت د ماشومانو د حقونو تحفظ ٬ د تعليم ودې او د روښانه سباٶن باوري كولو لپاره عزم لري۔ ده ووئيل په ماشومانو مزدوري كول نه يوازې د دوي وركوټوالې متاثره كوي بلكې د دوي تعليم، صحت او د ښه سباٶن مودې هم سلب كوي٬ هر ماشوم ته تعليم٬ تحفظ او د پرمختګ يو برابر موقعې وركول د رياست بنيادي ذمه واري ده۔ ده ووئيل د بلوچستان حکومت د چائلډ لېبر خاتمې لپاره موثر او عملي اقدامات روان ساتلې دي۔ ده ووئيل د صوبې د 400 نه زيات مزدوران ماشومان معياري تعليم لپاره په سکالرشپس د هېواد نوموړو تعليمي ادارې ته استوالې كېږي دغسې چې دوي د ښه سباٶن پلو روان شي۔ مير سرفراز بګټي ووئيل ماشومانو ته د مزدورۍ په ځاے تعليم وركول پكار دي ځكه چې دوي د يو خوشحاله ، پرمختللې او مهذبه ټولنې بنيادونه دي۔ ده په مور پلار٬ استاذانو ، سماجي تنظيمونو او د ټولنې په ټولو طبقو زور راوړو چې ھغوې د ماشومانو د استحصال خاتمه او د دوي د حقونو تحفظ لپاره موثر كردار ولوبوي۔ ده ووئيل د ماشومانو تحفظ او خېرښګړه زمونږ د ټولو مشتركه ذمه واري ده








