مردان، د عاشوره محرم تر مخه مردان كښې سرچ او سټرائيك آپريشن، د امام باړو خوا وشا امنيت لا ټېنګ كړے شو

  پېښور 12 جون (اے پي پي) د عاشوره محرم په مهال امن و امان او امنيت ټېنګولو لپاره انتظامات باري كولو لپاره په مردان كښې د امام باړو خوا وشا سرچ او سټرائيك آپريشن وكړے شو ، د کرايه دارو چيکنګ او د پروفائلنګ عمل سر ته ورسولې شو۔ د مردان ريجنل پوليس وياند له مخې دا آپريشن د اے اېس پي سټي په نګرانۍ كښې د سټي تهاڼې …

 

پېښور 12 جون (اے پي پي) د عاشوره محرم په مهال امن و امان او امنيت ټېنګولو لپاره انتظامات باري كولو لپاره په مردان كښې د امام باړو خوا وشا سرچ او سټرائيك آپريشن وكړے شو ، د کرايه دارو چيکنګ او د پروفائلنګ عمل سر ته ورسولې شو۔ د مردان ريجنل پوليس وياند له مخې دا آپريشن د اے اېس پي سټي په نګرانۍ كښې د سټي تهاڼې ايس ايچ او  په مشرۍ كښې وشو چې پكښې پوليس او مېرمنو پوليس اهلكارو برخه واخسته ٬  د اپرېشن په مهال د كورونو٬ كرايه دارو او شكمنو ځايونو لټون وكړے شو۔ د پوليس له مخې د داسې اقدامات مقصد د محرم په مهال امن ساتل او د شكمنو هلو ځلو مخه نيول او وګړو ته امناك ماحول وركول دي