نیویارک ۔06 نومبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي وئيلي دي هند دې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشن ته تر كشمير تلو اساني وركړي۔ د هند قابض ځواك كشمير كښې د بشري حقونو بدترينه خلاف ورزۍ كښې ككړ دے۔ نړيواله ورورولي دې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د روانو جائزو هڅو ملاتړ وكړي۔ پاكستان به د بشري …
هند دې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشن ته تر كشمير تلو اساني وركړي۔ د هند قابض ځواك كشمير كښې د بشري حقونو بدترينه خلاف ورزۍ كښې ككړ دے۔ نړيواله ورورولي دې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د روانو جائزو هڅو ملاتړ وكړي۔ پاكستان به د بشري حقونو ساتنې له نړيوالې ادارې سره بشپړه مرسته كوي۔ ډاكټر مليحه لودھي
نیویارک ۔06 نومبر (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودھي وئيلي دي هند دې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشن ته تر كشمير تلو اساني وركړي۔ د هند قابض ځواك كشمير كښې د بشري حقونو بدترينه خلاف ورزۍ كښې ككړ دے۔ نړيواله ورورولي دې د كشميري اولس د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له د روانو جائزو هڅو ملاتړ وكړي۔ پاكستان به د بشري حقونو ساتنې له نړيوالې ادارې سره بشپړه مرسته كوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو هائي كمشنر زېد رعد الحسېن سره ملاقات كښې خپلو خبرو كښې وكړه۔ مستقل استازې بشري حقونو او ټوله نړۍ كښې بنيادي آزادو لپاره د ملګرو ملتونو د هائي كمشنر د ګامونو ستائنه وكړه۔ دې ووئيل د ملګرو ملتونو د هائي كمشنر لخوا مقبوضه كشمير كښې د حقيقت معلومولو له د مشن په لېږلو د مقبوضه كشمير اولس د اطمينان څرګندونه كړې۔ ولې هند ددې اجازه وركړې نه ده۔ دې ووئيل د هند انكار څخه وروستو ملګرو ملتونو له به اوس پرله پسې د مقبوضه كشمير د صورتحال نګراني كول وي۔ دې ووئيل پاكستان به ټوله نړۍ كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو مخنيوي له د ملګرو ملتونو هائي كمشنر سره بشپړه مرسته كوي۔ دې هائي كمشنر كشمير كښې د هند لخوا د ظلم ٬ زور او زياتي وضعې څخه هم خبر كړو۔









