ننكانه صاحب اسلام آباد 5 نومبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي د تحريك انصاف لارښودو مسلم ليګ (ن) كښې شموليت د نواز شريف په پالېسو او وژن د بشپړ باور څرګندونه ده۔ د عمران خان د دھرنې او لاك ډاؤن ناكامه كولو كرېډټ اولس ته ځي۔ د عمران خان د انتها خوښې او انتشار سياست څخه د تحريك انصاف …
د تحريك انصاف لارښودو مسلم ليګ (ن) كښې شموليت د نواز شريف په پالېسو او وژن د بشپړ باور څرګندونه ده۔ د عمران خان د دھرنې او لاك ډاؤن ناكامه كولو كرېډټ اولس ته ځي۔ د عمران خان د انتها خوښې او انتشار سياست څخه د تحريك انصاف كارمندان هم تنګ راغلي دي۔ د وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر دستورې ته خطاب
ننكانه صاحب اسلام آباد 5 نومبر (اے پي پي) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري محمد برجېس طاهر وئيلي د تحريك انصاف لارښودو مسلم ليګ (ن) كښې شموليت د نواز شريف په پالېسو او وژن د بشپړ باور څرګندونه ده۔ د عمران خان د دھرنې او لاك ډاؤن ناكامه كولو كرېډټ اولس ته ځي۔ د عمران خان د انتها خوښې او انتشار سياست څخه د تحريك انصاف كارمندان هم تنګ راغلي دي۔ دا خبره ده د خالي په ورځ د ننكانه ضلعې سانګله هل علي آباد سيمه كښې د تحريك انصاف پنجاب صوبائي دوهم صدر علي طارق چيمه او دده د ملګرو مسلم ليګ (ن) كښې د شموليت كولو په مهال دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده وئيل محمد نواز شريف يو جدي او مخلص لارښود دے د چا په مشرۍ كښې چې هېواد په تندۍ سره پرمختګ كوي۔ ده ووئيل نن نړيواله ورورولي د پاكتسان د معاشي پرمختګ اعتراف كوي۔ اسحاق ډر د سوئيلي آسيا د خزانې تر ټولو غوره وزير ګرځولې شوې۔ ده ووئيل د توان په بحران قابو موندل او هېواد كښې امن په ځائې كېدل د نواز شريف د هڅو نتيجه ده۔ برجېس طاهر ووئيل د متحرك ميډيا او تعليم په سوب پاكستانې اولس باشعور شوے او دوئي د پرمختګ او سوكالۍ پرېكړه كړې۔









