اولس كښې د صوبو په اړه بحث په ډېر شدت سره روان دے، ريفرنډم د آئين برخه دے، بايد د اولس خوښي په معلومولو څوك تحفظات ونه لري۔د  اطلاعات وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ د بلاول بھټو زرداري په بيان غبرګون

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئيلي دي د صوبو په اړه بحث په شدت سره روان دے، ښه واكمني، اصلاحات او اولسي ښېګړه د ټولو حکومتونو تګلاره پاتي شوې ، اولس ښه او غوره حکومت غواړي، اولس حتمي پريكړه كونكے دے، ريفرنډم د آئين برخه او اولسي رائے معلومولو تګلاره ده، بايد څوك هم  اولس ته د رجوع كولو …

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د اطلاعات و خپرونو وفاقي وزير عطاء اللہ تارړ وئيلي دي د صوبو په اړه بحث په شدت سره روان دے، ښه واكمني، اصلاحات او اولسي ښېګړه د ټولو حکومتونو تګلاره پاتي شوې ، اولس ښه او غوره حکومت غواړي، اولس حتمي پريكړه كونكے دے، ريفرنډم د آئين برخه او اولسي رائے معلومولو تګلاره ده، بايد څوك هم  اولس ته د رجوع كولو او د دوي په خوښه  معلومولو تحفظات ونه لري۔د نهي په ورځ د پاکستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټو زرداري په بيان د غبرګون څرګندوني سره وفاقي وزير ووئيل دا مهال هېواد كښې د ښې واكمنۍ په اړه بحث روان دے،اولس ښه او ځواب وركونكے حكومت غواړي،دا د دوي حقيقي مسئله ده۔ ده ووئيل مونږ د دې نظام د لسيزو راهسې برخه يو ځكه مونږ نن د نظام د کمزورو څخه جلا كيدے نه شو۔ده ووئيل د سياست په شا احتساب څخه د ځان ساتلو خبره قانون او اولس دواړو رد كړې ،د دې هيڅ ګنجائش نشته۔ده ووئيل نيب كښې يې اصلاحات هم پخپله كړي او اوس په هغه اداره په تور لګولو نه پوهيږو۔ وفاقي وزير ووئيل په يو وخت د حکومت مزې اغستل او د اپوزيشن کردار ترسره كول، پروټوکول او چوكۍ هم ساتل يو لويې تضاد او دوه مخيز معيار دے۔ده ووئيل د نن خبرو په شا اصل مسئله د صوبو روان بحث دے او اولس كښې دغه بحث په شدت سره روان دے،آيا د وګړو غږ غلے كړے شي او دوي ګورننس كښې د ښه والي خبري څخه منع كړے شي ؟ دغه بحث به په پارليمان کښې هم كيږي او بهر هم، اولس سره خبره كول او د هدوي د ښېګړې په چارو د بحث حق نه شي اغستلے كيدے۔ ده ووئيل جمهوري او سياسي عمل  تقاضا لري چې دا بحث به روان وي او اولس له به په دې كښې د برخي اغستلو موقع وركولې شي۔ وفاقي وزير ووئيل اصل پوښتنه دا ده چې په دې معامله اولس ته په رجوع كولو كښې څه مسئله ده؟ ده ووئيل اولس څه غواړي،د هغې پريكړه به مونږ او تاسو له نه وي بلکه دا پريكړه به اولس له كول وي۔ده ووئيل بايد كوم هم سياسي ګوند اولس ته په رجوع كولو څه تحفظات ونه لري،كله چې د آئين ترمخه د اولس رائے او منشا رامخې ته شي او انتظامي اصلاحات په اړه اولس د خپلې خوښې څرګندونه وكړي نو دا به كومه د غلا دروازه نه وي، ريفرنډم د آئين برخه ده او يوه آئيني و قانوني تګلاره ده۔ وفاقي وزير ووئيل اولس حتمي پريكړه كونكے دے، ښه واكمني د هر سياسي ګوند د منشور برخه ده،دې څخه كوم سياسي ګوند انکار نه شي كولې۔ده ووئيل كومه هم استصواب رائے كښې بشپړ ګډون د اولس حق دے او د  آئين منشا هم دغه ده۔ وفاقي وزير ووئيل اولسي استازي د اولس څخه وي، اولس د استازو څخه نه وي،  پريكړه هم اولس كوي،كه پاکستان او د سندھ اولس نورې صوبې غواړي نو جوړي دې كړې شي او كه نه غواړي نو نه بيا دې نه جوړيږي۔ وفاقي وزير ووئيل كه تير وخت كښې ريفرنډم په غير جمهوري ډول استعمال شوے ؤ نو د هغې په شا اولس د خپل جمهوري حق او ګډ ګورننس څخه محروم نشي ساتلے كيدے؟ ده ووئيل كه پخوا د ريفرنډم استعمال ناسمه ؤ نو ځكه اوس ريفرنډم نه دې پكار ٬ بيا دا جواز نه لري۔ده ووئيل هغوي ولي د فساد ذکر کوي،د اولس د خوښې خبره ولي نه كيږي ؟ سندھ، پنجاب، خېبر پښتونخوا او د بلوچستان اولس د رائے نه غير د كوم هم كس ذاتي سوچ يا ايجنډا په نورو نه شي مسلط كيدې۔ده ووئيل مونږ د يو حكومت برخه يو،راځئ چې په ګډه د اولس ښه والي او د هېواد  ګټې له داسې پريكړه وكړو كومه چې د اولس په رائے اډانه وي۔ وفاقي وزير ووئيل د نن خبرو په اړه اولسي رائے بايد ونه ځورولې شي، په دې معامله بايد په ډاګه بحث وكړے شي، د بحث ختميدو تاثر وركول به مناسب نه وي۔ده ووئيل هغوي هم د حكومت برخه دي او موڼږ هم غواړو چې ريفرنډم يا مجموعي صورتحال په اړه په ټولو چارو د اولس په ګټه د اولس رائے مقدمه اوساتلې شي۔

مزید خبریں