د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې غونډه، بندرځايونه په جديد ډول سمولو او د پي اېن اېس سي په بحري بېړۍ كښې زياتوالي لپاره د جامع پلان جوړولو امر

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف امر كړے دے چې د بندرځايونو په اړه ټولې ادارې دې په همكارۍ سره كار وكړي او کاروباريانو ته د ورمخې ته مسئلو حل لپاره دې كوټلې  تګلاره خپلې كړي، په بندرځايونو د سامان ترسيل، کليئرنس او نورې اړوند چارې دې په جديد ډول سمې كړې شي دغسې چې کاروباريانو ته  آساني وي او تجارتي هلو ځلو كښې تندوالے …

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف امر كړے دے چې د بندرځايونو په اړه ټولې ادارې دې په همكارۍ سره كار وكړي او کاروباريانو ته د ورمخې ته مسئلو حل لپاره دې كوټلې  تګلاره خپلې كړي، په بندرځايونو د سامان ترسيل، کليئرنس او نورې اړوند چارې دې په جديد ډول سمې كړې شي دغسې چې کاروباريانو ته  آساني وي او تجارتي هلو ځلو كښې تندوالے راشي۔ د نهې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې غونډه د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د هېواد بندرځايونو او د پاکستان نيشنل شپنګ کارپوريشن چارو په اړه  وزيراعظم هاٶس كښې وشوه ۔ د غونډې ګډون كوٶنكو سره په خبرو كښې وزيراعظم ووئيل  په هېواد كښې کاروبار زياتول او معاشي ترقۍ لپاره زمونږ د بندرځايونو كردار ډېر مهم دے٬ پاکستان له په منطقه كښې د يو مهم تجارتي او ټرانس شپمنټ مرکز جوړولو لپاره د بندرځايونو د كار استعداد زياتول ضروري دے۔ وزيراعظم امر وكړو چې د بندرځايونو په اړه ټولې ادارې دې په همكارۍ سره كار وكړي او کاروباريانو ته د ورمخې ته مسئلو حل لپاره  كوټلې تګلاره خپله كړي، په بندرځايونو د سامان ترسيل، کليئرنس او نورې اړوند چارې دې په جديد ډول روانې كړې شي دغسې چې کاروباريانو ته سهولت وي او تجارتي هلو ځلو كښې تندي راشي۔ وزيراعظم ووئيل  پاکستان نيشنل شپنګ کارپوريشن يوه جديد، مستحکمه او د نړيوال معيار مسابقتي اداره جوړولو لپاره جامع اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے۔ وزيراعظم امر وكړو چې د پي اېن اېس سي بحري بيړۍ كښې زياتوالي لپاره دې د عمل وړ منصوبه بندي وكړې شي دغسې چې د هېواد درآمدات و برآمدات لپاره خپلو شپنګ سهولتونو ته وده وركړې شي۔ غونډې ته په پاکستان نيشنل شپنګ کارپوريشن كښې د اصلاحات په اړه بريفنګ وركولو سره ووئيل شول چ د پي اېن اېس سي په حواله بزنس ډويلپمنټ پلان جوړ كړے شوے ٬ پي اېن اېس سي به د اصلاحاتي بزنس پلان له مخې د فليټ  شمېره  زياتوي او هيومن ريسورس مينجمنټ په  اړه اقدامات  به كوي ۔ غونډې ته ووئيل شول  د پي اېن اېس سي د اصلاحات بنيادي مقصد د هېواد د سي کارګو د كار استعداد تر كال 2030 د نړۍ تر بښه معيار رسول دي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو ډاکټرمصدق ملك، احد خان چيمه، اعظم نذير تارړ، جنېد انوار چوهدري، د وزيراعظم د نجكارۍ سلاحكار محمد علي، وزير مملکت بلال اظهر کياني، د وزيراعظم توان لپاره خاص مرستيال ليفټيننټ جنرال (ر) ظفر اقبال، د قامي اسمبلۍ غړو محمد فاروق ستار او عبدالقادر پټيل سره سره اړوند سركاري چارواكو ګډون كولو

مزید خبریں