د سي پېك په دوېم پراٶ كښې به پرمختګ، هنرمندۍ او د روزګار پشمول ټيکنالوجي او د انساني سرمائے پرمختګ ته خاص پام كول وي۔احسن اقبال

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي  د سي پېك په دوېم پراٶ كښې به پرمختګ، هنرمندۍ او د روزګار، تعليم، جدت، ګرين ډوېلپمڼت، ټيکنالوجي او د انساني سرمائے ترقۍ ته خاص پام كول وي، پاکستان او چين د مشترکه پرمختيائي هدفونو سر كولو لپاره فطري شراكتدار دي۔ ده دا خبره د نيشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګويجز (نمل) كښې …

اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي  د سي پېك په دوېم پراٶ كښې به پرمختګ، هنرمندۍ او د روزګار، تعليم، جدت، ګرين ډوېلپمڼت، ټيکنالوجي او د انساني سرمائے ترقۍ ته خاص پام كول وي، پاکستان او چين د مشترکه پرمختيائي هدفونو سر كولو لپاره فطري شراكتدار دي۔ ده دا خبره د نيشنل يونيورسټي آف ماډرن لينګويجز (نمل) كښې د فيکلټي آف سوشل سائنسز تر سېوري لاندې  د “سي پېك 2.0 او د پاکستان چين تزويراتي شراکت دارۍ” په موضوع د دوه ورځني نړيوال كنفرنس پرانستې غونډه كښې كړې۔ ده ووئيل  په موجوده پړاٶ كښې د تند رفتاره تکنيکي ترقۍ په نتيجه كښې رامخې ته كېدونكے “علمي انقلاب” يادولو سره د سي پېك په تزويراتي اهميت رڼا واچوله۔ ده ووئيل  پاکستان ته تل پاتې پرمختګ لپاره امن و سلامتيا، سياسي استحکام، د پاليسو تسلسل او ساختي اصلاحات صروري دي۔ ده د ځوانانو په پرمختګ زور راوړلو سره ووئيل  لس زره پاکستانو ځوانانو ته به د چين په پوهنتونونو كښې د رامخې ته كېدونكو علومو په څانګو كښې تربيه وركولې شي او د كر كېلې په څانګه كښې هم د تربيې موقعې زياتوٶ۔ ده د “بنو شاهين” پروګرام حواله وركولو سره په ځوانانو زور راوړو چې ھغوي دې د علامه اقبال د شاهين روح خپل كړي۔ د کنفرنس په پرانستې غونډه كښې ريکټر نمل ميجر جنرل (ر) شاهد محمود کياني، ډائريکټر جنرل نمل بريګيډيئر محمد رفيق خان، ډينز، ډائريکټرز، د فيکلټۍ غړو او زده كوٶنكو ګډون كولو

مزید خبریں