کوئټه۔ 17 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ د بورډ لسمه غونډه كښې صوبه كښې د سرمایه کارۍ، مالیاتي خدمات او د صنعتي ترقۍ زياتولو په اړه مهمې پرېكړې وشوې۔ غونډه كښې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ تر مخه د بلوچستان د وړومبۍ انشورنس کمپنۍ جوړولو منظوري وركړې شوه ، دغسې د ضلع ډیرہ بګټي په سيمه سوئي كښې د …
د بلوچستان وزيراعلې په مشرۍ كښې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ بورډ غونډه

مزید خبریں
کوئټه۔ 17 نومبر (اے پي پي) د بلوچستان وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ د بورډ لسمه غونډه كښې صوبه كښې د سرمایه کارۍ، مالیاتي خدمات او د صنعتي ترقۍ زياتولو په اړه مهمې پرېكړې وشوې۔ غونډه كښې د پبلک پرائیویټ پارټنرشپ تر مخه د بلوچستان د وړومبۍ انشورنس کمپنۍ جوړولو منظوري وركړې شوه ، دغسې د ضلع ډیرہ بګټي په سيمه سوئي كښې د لو بي ټي یو ګیس نه د فرټیلائزر کمپلیکس جوړولو ته هم اتفاق وكړے شو ۔ غونډه كښې بریفنګ وركولو كښې ووئېل شول د دوو اربه روپو په ابتدائي لګښت به بلوچستان كښې رجسټرډ بلوچستان انشورنس کمپني لمیټډ جوړولې شي ۔ د دې کمپنۍ جوړولو سره به صوبه كښې د سرکاري ادارو او مقامي وګړو ته د انشورنس ښه او معیاري آسانۍ په ځايې كچه تر لاسه شي ۔









