اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار موسمياتي بدلون څخه د رامخئ ته شوو چيلنجز مخنيوي لپاره د پرله پسې نړيوالې مرستې په اهميت زور راوړے دے۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د انټرنيشنل ريسکيو کميټۍ (آئي آر سي) صدر او چيف ايګزيکټو آفيسر ډيوډ ملي بينډ په خارجه وزارت كښې نائب …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د انټرنيشنل ريسکيو کميټۍ صدر او چيف ايګزيکټو آفيسر وليدل، د موسمياتي بدلون چيلنجز مخنيوي لپاره پرله پسې نړيوالې مرستې په اهميت زور

مزید خبریں
اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار موسمياتي بدلون څخه د رامخئ ته شوو چيلنجز مخنيوي لپاره د پرله پسې نړيوالې مرستې په اهميت زور راوړے دے۔ د نهې په ورځ د خارجه دفتر وياند لخوا د جاري بيان له مخې د انټرنيشنل ريسکيو کميټۍ (آئي آر سي) صدر او چيف ايګزيکټو آفيسر ډيوډ ملي بينډ په خارجه وزارت كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره ليدلي دي ٬ ډيوډ ملي بينډ نائب وزيراعظم ته په پاکستان كښې د انټرنيشنل ريسکيو کميټۍ په هلو ځلو بريفنګ وركړو۔ نائب وزيراعظم پاکستان سره د آئي آر سي د اوږدې مودې شراكتدارۍ او د بشري خواږۍ په بنياد د مرستې٬ بحالۍ او د كميونټۍ د ستونزو مخنيوي صلاحيت قوي كولو كښې د كردار ستائنه وكړه۔ ده موسمياتي بدلون څخه د رامخئ ته شوو چيلنجز مخنيوي لپاره مسلسل د نړيوالې مرستې په اهميت زور راوړلو سره په پاكستان كښې د آئي آر سي د پرله پسې هلو ځلو هركلے وكړو٬ ډلو د سيمه ايز او نړيوال پيشرفت پشمول په نړيواله كچه د بشري خواخوږۍ په صورتحال هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ ده د بشري خواخوږۍ په اړه د چيلنجز مخنيوي لپاره د ڼړيوالې مرستې او روابطو په اهميت زور راوړو








