پیښور۔ 17 نومبر (اے پي پي) پیښور هائي كورټ د 9 مئي رېډيو پاكستان بريد كېس كښې د نومولے شوو پاكستان تحريك انصاف لارښودو پخوانو صوبائي وزيرانو تيمور سليم جهګړا ٬ كامران بنګش او د عرفان سليم عبوري ضمانتونه منظور كړل۔ عدالت دريو واړو تورنو ته تر 23 نومبر د عبوري ضمانت وركولو سره اړوند چارواكي د هغوي د ګرفتارۍ څخه ايسار كړل۔ عدالت تورنو ته په مجموعي توګه د …
پیښور هائي كورټ٬ د 9 مئي رېډيو پاكستان بريد كېس كښې د پي ټي آئې لارښودو په ضمانتونو كښې پراختيا

مزید خبریں
پیښور۔ 17 نومبر (اے پي پي) پیښور هائي كورټ د 9 مئي رېډيو پاكستان بريد كېس كښې د نومولے شوو پاكستان تحريك انصاف لارښودو پخوانو صوبائي وزيرانو تيمور سليم جهګړا ٬ كامران بنګش او د عرفان سليم عبوري ضمانتونه منظور كړل۔ عدالت دريو واړو تورنو ته تر 23 نومبر د عبوري ضمانت وركولو سره اړوند چارواكي د هغوي د ګرفتارۍ څخه ايسار كړل۔ عدالت تورنو ته په مجموعي توګه د 20 لاكه روپو ضمانتي مچلكو او د 2٬2 ضامنانو (نفره ضمانت )جمع كولو امر وكړو۔ د دې نه وړاندې د ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت پیښور په رېډيو پاكستان حمله كېس كښې د نومولے شوو پي ټي آئې لارښودو تيمور سليم جهګړا٬ كامران بنګش او د عرفان سليم د عېوري ضمانتونو درخواستونه خارج ګړې وو۔ د پرېكړې اورولو نه پس پوليس د تورنو د نيولو هڅه وكړه خو د عدالت په احاطه كښې د مزاحمت په كولو ګرفتاري ايساره كړې شوه۔ د ترهه ګرۍ مخ نيوي عدالت د فرېقېن دلائل په تر سره كېدو 2 ساعته وړاندې پرېكړه محفوظ كړې وه ٬ د كومې په اورولو كښې چې د تورنو عبوري ضمانتونه منسوخ كړے شول۔ عدالت كښې د رېډيو پاكستان وكيل شبير حسېن ګېګياني وړاندې شو او موقف يې خپل كړو چې درې واړه ملزمان په ايف آېئ آر كښې د نامعلومه ملزمانو په توګه چارج وو خو د شواهد په راتللو دوي په مقدمه كښې نامزد كړے شول۔ په دې د تورونو وكيلانو پوښتنه وكړه چې ويديو چا جوړه كړه او څنګه رامخې ته شوه ٬ په كومه چې د رېډيو پاكستان وكيل ووئېل ويډيو د سوشل مېديا څخه تر لاسه شوې او تورنو دا پخپله په سوشل ميډيااپ لوډ كړې وه۔د سماعت په مهال عدالت كښې د 9 مئي پیښو په اړه اړوند ويډيو هم وچلولې شي۔ د وېډيو په كتلو عدالت ووئېل په دې كښې د اړي ګړي او وراني هيڅ نه ښكاري ٬ په دې د رېډيو پاكستان وكيل سپيناوے وكړو زما بنيادي كېس هم دا دے چې تورنو اولس او كاركنان لمسولي ۔ دغسې د فرېقېن دلائل اورېدو نه پس د تيمور سليم جهګرا ٬ كامران بنګش او عرفان سليم عبوري د ضمانتونو درخوساتونه خارج كړے شول ۔ د عبوري ضمانتونو په خارج كولو پوليس په عدالتي احاطه كښې د تورنو د نيولو هخه وكړه خو هلته ولاړو يو شمېر وكيالانو پوليس د نيولو نه منع كړل او درې واړه ملزمان د وكيالانو په حصار كښې د عدالت په احاطه كښې موجود وو ٬ دغې نه پس پیښور هائي كورټ د دريو واړو تورنو عبوري ضمانتونه منظور كړل۔








