سنګاپور 17 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په درې ورځنۍ سركاري دوره سنګاپور ته رسېدلے چرته چې به دوي د سنګاپور فن ټيك فيسټيول 2026 او ګلوبل اېس اېم اي فنانس فورم كښې ګډون كوي او د دې نه علاوه به د سنګارپور مشرتابه او د نړيوالو ادارو لوړ پورو سره ملاقاتونه هم كوي۔ په سنګاپور كښې د پاکستان هائي کمشنر رابعه شفيق د …
د خزانې وزير محمد اورنګزيب په درې ورځنۍ سركاري دوره سنګاپور ته ورسېد

مزید خبریں
سنګاپور 17 نومبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب په درې ورځنۍ سركاري دوره سنګاپور ته رسېدلے چرته چې به دوي د سنګاپور فن ټيك فيسټيول 2026 او ګلوبل اېس اېم اي فنانس فورم كښې ګډون كوي او د دې نه علاوه به د سنګارپور مشرتابه او د نړيوالو ادارو لوړ پورو سره ملاقاتونه هم كوي۔ په سنګاپور كښې د پاکستان هائي کمشنر رابعه شفيق د وفاقي وزير هركلے وكړو ٬ وفاقي وزير به د 17 نه تر 19 نومبر په سنګاپور كښې وي او په دې موقع به د ګلوبل اېس اېم اي فنانس فورم له مخې د اېس اېم ايز ترقۍ، روزګار او د مسابقت په موضوع وزارتي مکالمې ته وېنا كوي۔









