اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د تركمانستان د كابينې مرستيال چيئرمېن او خارجه وزير رشید مریدوف په وزارته خارجه كښې دوه اړخيزه ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستان او تركمانستان ترمينځه د پخواني اړيكو جاج اغستو سره سره په بېلو څانګ كښې د همكارۍ لا مستحكمولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خارجه دفتر ويان له مخې دا ملاقات …
نائب وزيراعم اسحاق ډار سره د تركمانستان خارجه وزير ملاقات ، تجارت، سرمایه کارۍ، توان او سيمه ييزو رابطو ته په وده وركولو د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد۔17نومبر(اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار سره د تركمانستان د كابينې مرستيال چيئرمېن او خارجه وزير رشید مریدوف په وزارته خارجه كښې دوه اړخيزه ملاقات وكړو په كوم كښې چې د پاكستان او تركمانستان ترمينځه د پخواني اړيكو جاج اغستو سره سره په بېلو څانګ كښې د همكارۍ لا مستحكمولو په امكاناتو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خارجه دفتر ويان له مخې دا ملاقات د پاك ۔ترکمانستان مشترکه بېن الحکومتی کمېشن شپږمې غونډې څخه وړاندې وشو۔ دواړو خارجه وزيرانو تجارت، سرمایه کارۍ، توان، سيمه ايزو رابطو او په ولسي كچه د تبادلو په شمول په بېلو څانګو كښې همكارۍ د ودې وركولو په تګلارو هم غور وكړو۔ دواړه مشرانو په سیمه ییز وضعیت هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ نائب وزيراعظم اسحاق دار ټینګار وکړ چې د ځنډنۍ ستونزو د حل او په سیمه کښې د دوامدار امن او ثبات د ټینګښت لپاره خبرې اترې او ډېپلوماسي یوازینۍ عملي لارې دي۔ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید اوویزګلدیویچ مریدوف د سیمه ییز امن او ثبات د پرمختګ لپاره د پاکستان د رغنده رول او پرله پسې ډیپلوماټیکو هلو ځلو ستاینه وکړه.









