اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د كرغز جمهوريه نائب خارجه وزير كيرات ترسونكولوف د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د اقتصادي مرستې تنظيم(اي سي او)خارجه وزيرانو كونسل 30 مه غونډې په موقع ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او كرغزستان جمهوريه ترمينځه نزدې او د ورورولۍ اړيكو توثيق كولو سره دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودې …
نائب وزيراعظم اسحاق ډار سره د كرغز نائب خارجه وزير كيرات ترسونكولوف ملاقات٬د تجارت او سيمه ايزو روابطو پشمول دوه اړخيزه مرستې لا قوي كولو ته اتفاق

مزید خبریں
اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار سره د كرغز جمهوريه نائب خارجه وزير كيرات ترسونكولوف د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د اقتصادي مرستې تنظيم(اي سي او)خارجه وزيرانو كونسل 30 مه غونډې په موقع ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او كرغزستان جمهوريه ترمينځه نزدې او د ورورولۍ اړيكو توثيق كولو سره دوه اړخيزه مرستې ته د لا ودې وركولو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔د خارجه دفتر وياند له مخې په ملاقات كښې دواړو ډلو په خاص توګه تجارت او د سيمه ايزو روابط په څانګو كښې شريكې مرستې قوي كولو په اړه خبرې اترې وكړې۔په دې موقع د شريكو سيمه ايزو ترجيحاتو ودې لپاره د اقتصادي مرستې تنظيم(اي سي او)له مخې د پرله پسې مرستې په اهميت هم زور راوړلےش و ۔د كرغز جمهوريه نائب خارجه وزير كيرات ترسونكولوف د خپل خارجه وزير ژين بيك كولو بايف چيټۍ نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار ته ورسوله چې پكښې دواړو هېوادونو كښې د ملګرتيا اړيكو د قوي بنيادونو او دوه اړخيزه روابط لا زياتولو د عزم پخلے وشو۔كيرات ترسونكولوف د خارجه وزيرانو كونسل غونډې په لړ كښې په تود كوربتوب او ښه انتظامات د پاكستان مننه هم وكړه او نائب وزيراعظم و خارجه وزير اسحاق ډار غونډه كښې په ګډون د كرغز جمهوريه نائب خارجه وزير مننه وكړه۔









