اسلام آباد۔16نومبر (اے پي پي)د نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار سره د ترکیې نائب خارجه وزیر موسیٰ کولاکلیکایا ملاقات وكړو چې پكښې د پاکستان او ترکیې د اړيكو جاج اغستو سره د دوستۍ او د ورورولۍ زاړه روابط مضبوطوبو له د عزم پخلے وشو ۔ د خارجه دفتر وياند تر مخه دا ملاقات د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د اقتصادي مرستې تنظیم (ای …
د نائب وزیراعظم اسحاق ډار سره د ترکيې نائب خارجه وزير ملاقات، پاکستان او د ترکیې زړې دوستۍ او د ورورولۍ اړېكو لا مستحكمولو له د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد۔16نومبر (اے پي پي)د نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار سره د ترکیې نائب خارجه وزیر موسیٰ کولاکلیکایا ملاقات وكړو چې پكښې د پاکستان او ترکیې د اړيكو جاج اغستو سره د دوستۍ او د ورورولۍ زاړه روابط مضبوطوبو له د عزم پخلے وشو ۔ د خارجه دفتر وياند تر مخه دا ملاقات د ګل په ورځ اسلام آباد كښې د اقتصادي مرستې تنظیم (ای سي او)د خارجه وزيرانو کونسل د 30 م غونډې په موقع وشو ۔ملاقات کښې دواړو ډلو پخپلو اړيكو خبرې وكړې او د پاکستان او ترکیې د زړې دوستۍ ، شريك باور او د ورورولۍ اړيكو لا مستحکمولو له يې د عزم پخلے وكړو ۔نائب وزیراعظم د اي سي او د خارجه وزيرانو کونسل غونډه كښې د ترکیې په فعاله ګدون د ترک حکومت مننه وكړه٬ دغسې ترک نائب خارجه وزیر د غونډې په تابيا او په كړې غوره مېلمستيا د پاكمستان ستائنه وكړه ۔









