اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) پاکستان او اټاليه دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او تجارت، سرمايه کارۍ، ترقۍ، كر كېلې، دفاع و سکيورټي، تعليم، جديد ټيکنالوجۍ او په نورو مهمو څانګو كښې د روانې مرستې ته لا پراختيا وركولو ته موافقه كړې او د دواړو هېوادونو د اعليٰ كچ روابطو ودې او د پاکستان اټلي سټريټجك انګيجمنټ پلان د دوېمې وزارتي غونډې د چمتوالي جاج اغستو سره …
د پاکستان او اټاليه ترمېنځه د سياسي مشاورت اووم پړاٶ، په بېلو څانګو كښې مرستې زياتولو ته موافقه

مزید خبریں
اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) پاکستان او اټاليه دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمولو او تجارت، سرمايه کارۍ، ترقۍ، كر كېلې، دفاع و سکيورټي، تعليم، جديد ټيکنالوجۍ او په نورو مهمو څانګو كښې د روانې مرستې ته لا پراختيا وركولو ته موافقه كړې او د دواړو هېوادونو د اعليٰ كچ روابطو ودې او د پاکستان اټلي سټريټجك انګيجمنټ پلان د دوېمې وزارتي غونډې د چمتوالي جاج اغستو سره يې د زر كولو په اهميت هم زور راوړو۔ د خارجه دفتر وياند له مخئ د پاکستان او اټاليه ترمېنځه د دوه اړخيزه سياسي مشاورت د اووم پړاٶ غونډه په اسلام آباد كښې وشوه چې پكښې خارجه سيکرټري سفير عاصم افتخار احمد د اټاليه خارجه وزارت او نړيوالې مرستې سيکرټري جنرل سفير ريکارډو ګوارګليا هركلے وكړو۔ په غٶنډه كښې دواړو ډلو د پاکستان او اټاليه ترمېنځه د ګڼ اړخيزه دوه اړخيزه اړيكو جامع جاج واخست او سياسي مکالمه مضبوطولو سره يې تجارت، سرمايه کارۍ، ترقۍ، كر كېلې، دفاع و سلامتيا، افرادي قوت، تعليم، جديد ټيکنالوجي، كلتوري تبادلو او د تاريخي ورثې تحفظ پشمول بېلو څانګو كښې روانې مرستې ته د لا پراختيا وركولو په تګلارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه سيکرټري د لوړې كچې پلاويو د تبادلې په اهميت رڼا اچولو سره د دواړو هېوادونو د سټريټجك انګيجمنټ پلان جاج لپاره د دوېمې وزارتي غونډې په زر تابيا زور راوړو۔ ده په دې لړ كښې د نائب وزيراعظم سينيټر محمد اسحاق ډار لخوا د اټاليه نائب وزيراعظم و خارجه وزير انتونيو تاجاني ته دپاكستان دورې بلنې حواله هم وركړه٬ دواړٶ ډلو په جنوري كال 2027 كښې په پاکستان كښې د مشتركه اقتصادي کميشن د شپږمې غونډې په حواله هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ خارجه سيکرټري د اټاليه سرمايه كارو لپاره پاکستان كښې د سرمايه کارۍ او د مشترکه منصوبو په موقعو رڼا اچولو سره زراعت، فوډ پراسيسنګ، ټيکسټائل، ماربل، کان کني او د توان په څانګو كښې د مرستې په امكانات رڼا واچوله۔ دواړو ډلو د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل د اصلاحات په مهال پخپل مشتركه موقف كښې د بشپړه همكارۍ پخلے وكړو او واضحه ئې كړه چې اټاليه د “يونائټنګ فار کنسنسس” (يو اېف سي) ګروپ د غړي په حېث په دې معامله يو ډول دريځ لري۔









