سیالکوټ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی)د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وئيلي دي پاکستان د هند خلاف په معرکه حق کې له تاریخي بریا وروسته په نړیوال سفارتي محاذ هم څرګندې کامیابۍ ترلاسه کړې دي۔ پاكستان پنځه چنده لوې دښمن ته ماتې وركولو سره تاريخ رقم كړو او د وسله والو ځواکونو قربانیو او د ولس دعاګانو د هېواد په دفاع او امنیت کښې مهم رول لوبولی دې ٬ …
پاکستان د هند خلاف په معرکه حق کښې له تاریخي بریا وروسته په نړیوال سفارتي محاذ هم څرګندې کامیابۍ ترلاسه کړې: خواجه آصف

مزید خبریں
سیالکوټ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی)د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف وئيلي دي پاکستان د هند خلاف په معرکه حق کې له تاریخي بریا وروسته په نړیوال سفارتي محاذ هم څرګندې کامیابۍ ترلاسه کړې دي۔ پاكستان پنځه چنده لوې دښمن ته ماتې وركولو سره تاريخ رقم كړو او د وسله والو ځواکونو قربانیو او د ولس دعاګانو د هېواد په دفاع او امنیت کښې مهم رول لوبولی دې ٬ د موجوده تعليمي نظام نيمګړتياوو له امله ځوان كول د هېواد سياسي ٬ آئيني او تاريخي ستړو په اړه بشپړه پوهه نه لري٬ په تعليمي نظام كښې به بشپړ اصلاحات كول وي۔ د خالي په ورځ د يونيورسټي آف سېنټرل پنجاب كانوكېشن ته خطاب كښې وفاقي وزير د پاكستان نړيوال سفارتي حېثيت ٬ پوځي كاميابۍ ٬ قومي سلامتيا ته پېښ چېلنجونه او د ځوان كول د تعليم او تربيې اهميت په ډاګه كړو۔ نوموړي ادعا وكړه چې چې د هند پوځ، رسنیو او مشرتابه خپله ماتې منلې او حتی د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په 11 بیلابیلو موقعو کښې د پاکستان لخوا د هندي الوتکو د راغورځولو یادونه کړې ده۔خواجه آصف د خپل خطاب په پاي کښې وویل چې د لومړي وزیر شهباز شریف او فیلډ مارشل سید عاصم منیر تر مشرۍ لاندې د پاکستان سفارتي هڅې هېواد نور هم پیاوړی کوي۔ نوموړي د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ په یووالي او د مسلمه امت لپاره د یو ګډ پلیټ فارم په جوړولو هم ټینګار وکړ۔ وفاقي وزير د پاكستان په تعليمي نصاب كښې د بشپړ اصلاحاتو په ضرورت زور راوړلو سره ووئيل چې د موجوده تعليمي نظام نيمګړتياوو له امله ځوان كول د هېواد سياسي ٬ آئيني او تاريخي ستړو په اړه بشپړه پوهه نه لري۔ ځوان كول د 1950 لسيزه كښی د پاكستان سياسي صورتحال او د هېواد د آئيني ارتقا په اړه خبر نه دے۔ ده ووئيل زده كونكي بايد د تحريك پاكستان ٬ د نورلسمې او شلمې صدۍ په پېل كښې د پخوانو نسلونو لخوا د وركړې شويو قربانيو او د پاكستان جوړېدو اسباب او حالات څخه خبر كړی شي۔ ده زده كونكو ته ووئيل چې تعليم تاسو يو صلاحيت لرونكې انسان جوړوي۔ تعليم د انسان شخصيت جوړولو كښې مهم رول لوبوي۔ ستاسو روح پاكيزه كوي او ستاسو د ذهن دروازې پرانيزي۔(اے پي پي وا ٢٠٢٥)










