اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې هېواد، خېبر پښتونخوا، ولس، معیشت او ټولنه بچ کولو لپاره د ګورنر راج او اېمرجنسۍ پرېکړه اړینه وه، د ترهګرۍ خلاف ګډې مبارزې بلنه مو ورکړه خو زمونږ خبرې ته غوږ ونه نیول شو٬ په تېرو دوه نيمو كلونو كښې په هېواد كښې د لانګ مارچ او دھرنو سياست وكړې شو٬ د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې پاكستان ستر ځاني او …
هېواد، خېبر پښتونخوا، ولس، معیشت او ټولنه بچ کولو لپاره د ګورنر راج او اېمرجنسۍ پرېکړه اړینه وه، د ترهګرۍ خلاف ګډې مبارزې بلنه مو ورکړه خو زمونږ خبرې ته غوږ ونه نیول شو: وزیراعظم شهباز شريف

مزید خبریں
اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف وئيلي دي چې هېواد، خېبر پښتونخوا، ولس، معیشت او ټولنه بچ کولو لپاره د ګورنر راج او اېمرجنسۍ پرېکړه اړینه وه، د ترهګرۍ خلاف ګډې مبارزې بلنه مو ورکړه خو زمونږ خبرې ته غوږ ونه نیول شو٬ په تېرو دوه نيمو كلونو كښې په هېواد كښې د لانګ مارچ او دھرنو سياست وكړې شو٬ د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې پاكستان ستر ځاني او مالي زيان سره مخ پاتې شو ٬ په كال 2019 او 2020 كښې افغانستان څخه ترهګر بېرته راوستلې شوو ٬ د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د خېبر پښتونخوا د اولس قربانۍ د هېرولو نه دي ٬ د نړيوالې وضعې او خليج جنګ د لاسه د توان قيمتونه مخ په بره لاړل ٬ د ستونزو باوجود حكومت اولسي ريليف لپاره د فېول سبسډي سكيم اجرا وكړه ٬ د صوبې پرمختګ ٬ امن ٬ سوكالۍ او اولسي خذمت له به مسلم ليګ (ن) خپلې هڅې روانې ساتي۔ د دې خيالاتو څرګندونه وزيراعظم د خالي په ورځ دلته د مسلم ليګ نون د خېبر پښتونخوا د پارليماني ګوند غړو او عهدېدارانو سره خطاب كښې وكړه۔ په دې موقع نائب وزيراعظم اسحاق ډار ٬ وفاقي وزيران او پارليماني غړي هم موجود وو۔ ده ووئيل مسلم لیګ(ن) د خېبر پښتونخوا تر ټولو زيات مقبول ګوند دے ، د كال 2013 له ټاكنو څخه وروستو ستر لارښود نواز شريف په صوبه كښی اكثريتي ګوند ته د حكومت جوړولو موقع وركړه دغسې چې جمهوريت روان پاتې شي۔ خو په خېبر پښتونخوا كښې 13 كاله په حكومت كښې پاتې شوې پارټۍ يوازې د لانګ مارچ او دھرنو سياست وكړو۔ په 13 كلونو كښې څومره پوهنتونونه او روغتونونه جوړ كړې شول؟ كرپشن څومره وكړې شو او فنډز څومره په سپېځلي ډول وكارولې شوو۔ پېښور څخه تر كوهستان ٬ هزاره او سوئيلي ضلعو اولسي مسئلو ته پام و نه ګرځول شو۔ وزيراعظم ووئيل په كال 18۔2017 كښې هېواد څخه ترهګري ختمه شوې وه او ددې په ختمولو كښې د خېبر پښتونخوا اولس زياتې قربانۍ وركړې۔ د حاجی غلام احمد بلور ورور شهيد كړې شو ٬ په انجینئر امیر مقام هم بريد وكړې شو۔ عامو وګړو٬ د قانون نافذ كونكو ادارو٬ پوليس او پاك پوځ افسرانو او ځوانانو د خپلو ځانونو قرباني وركړه۔ 80 زره كسان شهيدان شول او 150 څخه تر 200 اربه ډالرو نقصان وشو۔ وزیراعظم ووئيل د اے پی اېس پېښور دړدېدلې پېښه نن هم په ذهنونو كښې تازه ده۔ د ترهګرۍ خلاف جنګ كښې د خېبر پښتونخوا د اولس قربانۍ هېڅكله هېرېدې نه شي۔ ده ووئيل په كال 2014 كښې د دھرنې د لاسه د چينائي صدر د پاكستان دوره موخر كړې شوه۔ په كال 2015 كښې د چين صدر شي جن پنګ د پاكستان دورې په مهال مهمې لوظنامې لاس ليك كړی۔ د نواز شريف په دوزر كښې د 20 ٬ 20 ساعتونو لوډشېډنګ مسئله ختمه شوه۔ وزيراعظم ووئيل په كال 2019 او 2020 افغانستان څخه ترهګر سوات راوستلې شوو۔ په دې دوه نيمو كالو كښې د زرګونو په شمېر كسان شهيدان شول په كومو كښې چې د قانون نافذ كوونكو ادارو ٬ پوليس او پاك پوځ افسران او ځوانان شامل دي۔ ده ووئيل د هېواد، خېبر پښتونخوا، ولس، معیشت او ټولنې بچ کولو لپاره د ګورنر راج او اېمرجنسۍ پرېکړه اړینه وه، د ترهګرۍ خلاف ګډې مبارزې بلنه مو ورکړه خو زمونږ خبرې ته غوږ ونه نیول شو۔ ده ووئيل د اېن اېف سي ايوارډ لاندې خېبر پښتونخوا ته تر دې دمه 800 اربه روپۍ وركړې شوي دي خو په دې سره په صوبه كښې څومره سېف سټي منصوبې ترسره كړې شوې؟ په صوبه كښې د پوليس په 5 زره چوكو بھرتۍ ونكړې شوې۔ وزيراعظم ووئيل په دې دوه نيمو كلونو كښې د هېواد معيشت مستحكم كولو له عسكري او سياسي مشرتابه شپه او ورځ خواري وكړه۔ د نړيوالې وضعې او خليج جنګ د لاسه د توان قيمتونه مخ په بره لاړل نو حكومت اولسي ريليف لپاره فيول سبسډي سكيم جاري كړو۔ فیول سبسډی سکیم څخه يو كروړ 30 لكه كسانو استفاده كړې ده۔ اولس ته ريليف وركولو له حكومت 75 اربه روپۍ بېلې كړی۔ وزیراعظم ووئيل په چترال ٬ هري پور ٬ مانسهره ٬ باجوړ او شانګله كښې به بې وزله كوچنيانو ته دانش سكولونو كښې د اېچي سن كالج لاهور په څير تعليم وركولې شي۔ د صوبې پرمختګ ٬ امن ٬ سوكالۍ او اولسي خذمت له به مسلم ليګ (ن) خپلې هڅې روانې ساتي۔ په دې موقع امير مقام خپلو خبرو كښې ووئيل د خېبر پښتونخوا اولس انتشاشري سياست مسترد كړو٬ د خېبر پښتونخوا اولس په صوبه كښې ترقي او امن غواړي۔(اے پي پي وا ١٧٠٧)










