اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ډيجيټل پوهه (خواندګي) د هر يو كمپائن ٬ نصاب او ادارې برخه جوړولو او د نېشنل سائبر سكېورټي اېنډ سوشل ميډيا آګاهي كونسل جوړولو وړاندې وركولو سره وئيلي دي چې د ناسمو معلوماتو خپرېدل او دې څخه رامخې ته كېدونكې خطرې د موجوده دور تر ټولو لوې چېلنج دي ، د پاكستان په هره يو يوه اداره …
ډیجیټل پوهه باید د هر كمپائن ٬ نصاب او ادارې برخه شي؛ د مصنوعي ذهانت د لارې د چمتو كړې شوو موادو لېبلول دې لازمي کړې شي: عطاﺀ تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد۔31اکتوبر (اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ ډيجيټل پوهه (خواندګي) د هر يو كمپائن ٬ نصاب او ادارې برخه جوړولو او د نېشنل سائبر سكېورټي اېنډ سوشل ميډيا آګاهي كونسل جوړولو وړاندې وركولو سره وئيلي دي چې د ناسمو معلوماتو خپرېدل او دې څخه رامخې ته كېدونكې خطرې د موجوده دور تر ټولو لوې چېلنج دي ، د پاكستان په هره يو يوه اداره كښې بايد لېټرېسي سېل جوړ كړې شي ، د مصنوعي ذهانت د لارې د تيار كړې شوې موادو لېبلنګ دې لازمي وګرځولې شي٬ يو كلك د وګړو نجي معلوماتو ته د رسېدو ذريعه جوړېدې شي ، سائبر سکیورټی سره اړوند پوهاوي ته پرله پسې اړتيا ده۔ هغه د پاكستاني ټيلي كميونيكېشن اتھارټي (پی ټی اے) تر اهتمام لاندې د سائبر سکیورټی پوهاوي اونۍ 2026 پرانستې دستورې ته د خاص مېلمه په حېث خطاب كولو۔ په دستوره كښې د پي ټي اے چيئرمېن مېجر جنرل (ر) حفیظ الرحمان، د ملګرو ملتونو د پرمختيائي پروګرام (یو اېن ډی پی) ریذیډنټ استازې ډاکټر سیموئل رزک، د یو اېن ډی پی بابر یعقوب فتح ، او د چیئرپرسن پېمرا عنبرین جان په شمول د ټېلي كام كمپنيو استازي او نور مهم شخصيات هم موجود وو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل په ډېووس كښې د نړيوال اقتصادي فورم په موقع چې كله نړيوالو لارښودو څخه د موجوده دور تر ټولو لويې خطر په اړه پوښتنه وكړې شوه نو هغوي د جوهري جنګ يا موسمياتي بدلون په ځائې د غلط معلوماتو خپرېدل او دې څخه رامخې ته كېدونكې خطرې تر ټولو لوې چېلنج وګرځولې۔ ده ووئيل د دې چېلنج مقابلې له د پاكستان ميډيا منظرنامې او تندۍ سره بدلېدونكي ډيجيټل ماحول څخه ځان خبرول زيات ضروري دي۔ ده ووئيل د پاكستان په ميډيا منظرنام كښې دوه لويې بدلونونه رامخې ته شول ، اول د روايتي ميډيا دور و په كوم كښې چې پرنټ مېډيا او رېډيو شامل و او د 2000 په لسيزه كښې نجي ټي وي چېنلز پېل شول۔ د میډیا د ارتقا عمل په فطري ډول مخ په وړاندې لاړو۔ وفاقي وزير ووئيل د ميډيا ارتقا سره رېګولېټری فرېم ورک هم رامخې ته شو او مونږ پالېسۍ جوړولو او ددې عملي كولو له چمتو وو۔ بيا د سوشل ميډيا راتللو او په ډيجيټل منظرنامه كښې تندۍ سره د راغلې بدلونونو د لاسه هېواد او ټولنه دې نوې بدلېدونكې ټېكنالوۍ لپاره په بشپړه ډول چمتو نه وه له دې كبله مونږ دغې رفتار سره مخ وړاندې تللو څخه پاتې شوو او مؤثر ضابطه كار فرېم جوړ نه كری شو۔ وفاقي وزير پی ټی اے او یو اېن ډی پی ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل دې دواړو ادارو د پالیسی سازۍ، ضابطه سازۍ، عمل درآمد او اولسي پوهاوي حوالې سره د قدر وړ كار كړې دې۔ وفاقی وزیر ووئيل د يوې اونۍ پوهاوي كافي نه دې بلكې دې لپاره پرله پسې هڅو ته اړتيا ده۔ وفاقي وزير د سکولونو، کالجونو او پوهنتونونو په نصاب كښې د ډيجيټل پوهې شاملولو په حاجت زور راوړو۔ وفاقي وزير ووئيل مونږ د ډیپ فېک او مصنوعی ذهانت (اے آئی) چېلنجز سره هم مخ يو۔ په سوشل میډیا پلېټ فارمز كښی تر دې دمه يوازې ټك ټاك خپل مواد لپاره مصنوعی ذهانت سره د تيار كړې شوي مواد لېبلنګ لازمي ګرځولې دې۔ ده ووئيل دا زمونږ ذمه واري ده چې ډیجیټل لټرېسی د هر يو كمپائن ٬ نصاب او هرې ادارې برخه جوړه كړې شي۔ د پاكستان په هره يوه اداره كښې بايد ډيجيټل لټرېسي سېل جوړ كړې شي۔ مونږ له به خپل افسران تربيه كول وي۔ عطاﺀ تارړ د نېشنل سائبر سکیورټی اېنډ سوشل میډیا پوهاوي كونسل جوړول وړاندېز وركولو سره ووئيل چې په دې كونسل كښې دلته موجود ټولې ادارې ، اړوند صوبائي حكومتونه ٬ د وفاقي حكومت اړوند وزارتونه او ډويژنز شاملېدې شي۔ وفاقي وزير د پاكستان حكومت او د اطلاعاتو او خپرونو وزارت لخوا د كونسل جوړولو كښې د بشپړه مرستې باور وركړو۔ ده ووئيل د اطلاعاتو وزارت كښې نوې څانګې جوړې كړې شوي دي۔ ده ووئيل كله چې ما د وزارت چارج سنبال كړو نو په وزارت كښی د پاكستان اولنې ډیجیټل کمیونیکیشن ډیپارټمنټ جوړ كړې شو۔ ده ووئيل زه په دې خوشحاله يم چې نېشنل سائبر کرائم انوسټی ګېشن ایجنسی (اېن سی سی آئی اے) اوس د يوې ادارې شكل اختيار كړې دې او خپل كار يۍ پېل كړې دې۔ دې سره پي ټي اے ته هم مرسته ترلاسه شي۔ د پی ټی اے، وزارت انفارمیشن ټېکنالوجی او وزارت اطلاعات و نشریات ترمينځه په دې اړه مشاورت روان دے۔ وفاقی وزیر ووئيل ددې سيمينار په پايه كښې مونږ يو څو غونډې هم كولې شو او په يوه يا دوه اونۍ كښې ددې كونسل د جوړېدو اعلان هم كولې شوو دغسې چې راتلونكي نسلونه زيات محفوظ كړې شوو۔










