د نائب وزيراعظم اسحاق ډار په بلنه د سنګاپور خارجه وزير ډاكټر وېوېن بالاكرشنن په 30 اكتوبر د پاكستان سركاري دوره وكړه

اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار  په بلنه د سنګاپور خارجه وزير ډاكټر وېوېن بالاكرشنن په 30 اكتوبر د پاكستان سركاري دوره وكړه ٬ د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واغستې شو او په سيمه ييزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خالي په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې په مذاكرات كښې د …

اسلام آباد۔31اکتوبر(اے پی پی) د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار  په بلنه د سنګاپور خارجه وزير ډاكټر وېوېن بالاكرشنن په 30 اكتوبر د پاكستان سركاري دوره وكړه ٬ د دوه اړخيزه اړيكو د ټولو اړخونو جاج واغستې شو او په سيمه ييزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ د خالي په ورځ د خارجه وزارت لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې په مذاكرات كښې د تجارت او سرمايه كارۍ څانګو كښې همكارۍ مضبوطولو ته خصوصي پاملرنه وكړې شوه۔ دواړو لارښودو سائبر سکیورټی، د موسمیاتی بدلونونو مخنيوي صلاحيت ٬ د كار استعداد كښې زياتوالي ، فنی تربيې ، د مهارتونو ودې او د اولسي كچې تړون سره په اړوندو چارو هم خبرې وكړې۔ د سنګاپور لخوا په كال 2027 كښې د آسيان مشري سنبالولو په تناظر كښې آسيا سره د تړون لا پياوړې كولو په معامله بحث هم وكړې شو۔ دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان د اېن ډي اېم اے او د سنګاپور د سول ډیفنس فورس (اېس سی ډی اېف) ترمينځه په آفتونو د قابو موندلو څانګه كښې د همكارۍ يادښت تبادله وكړه۔ د دوه اړخيزه اړيكو 60 مې سالګرې په موقع دا دوره د دواړو ملګرو هېوادونو ددې ګډ عزم څرګندونه ده چې هغوي به په څو لسيزو محيط خپلې همكارې ته لا پراختيا وركوي۔

مزید خبریں