اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د هېواد په کيپيټل مارکيټ كښې اصلاحات، کارپوريټ قرضه مارکيټ ته وده وركول، د سرمايه کارو شمېره زياتول او د اوږدې مودې د سرمايه كارۍ موقعو په زياتولو زور راوړلو سره ووئيل مالياتي وسائل ترلاسه كولو لپاره د روايتي بينکارۍ پورونو نه علاوه به کيپيټل مارکيټ هم موثره ذريعه جوړول وي دغسې چې بچتونه پيداواري سرمايه …
مالياتي وسائل ترلاسه كولو لپاره د روايتي بينکارۍ پورونو نه علاوه به کيپيټل مارکيټ هم موثره ذريعه جوړول وي۔ د خزانې وزيرمحمد اورنګزيب د کيپيټل مارکيټ ډويلپمنټ کونسل څلورمې غونډه كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب د هېواد په کيپيټل مارکيټ كښې اصلاحات، کارپوريټ قرضه مارکيټ ته وده وركول، د سرمايه کارو شمېره زياتول او د اوږدې مودې د سرمايه كارۍ موقعو په زياتولو زور راوړلو سره ووئيل مالياتي وسائل ترلاسه كولو لپاره د روايتي بينکارۍ پورونو نه علاوه به کيپيټل مارکيټ هم موثره ذريعه جوړول وي دغسې چې بچتونه پيداواري سرمايه کارۍ لپاره فعاله كړې شي او زياتې كاروباري ادارې د اوږدې مودې تر مالي وسائلو رسنه ترلاسه كړې شي۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د کيپيټل مارکيټ ډويلپمنټ کونسل (سي اېم ډي سي) څلورمې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د کيپيټل مارکيټ په اصلاحات د پېشرفت، د کارپوريټ قرضو اجراء، د سرمايه کارو بنياد پراخه كول، د مارکيټ بنيادي ډھانچه كښې ښه والے او د اوږدې مودې فنانسنګ سهولت په اړه د اقدامات جاج واخستلے شو۔ غونډې ته ووئيل شول د جنورۍ نه تر ستمبر 2026ء په مهال د کارپوريټ پورونو اجراء 291 اربه روپۍ وه او د كال 2025 په مهال په دې مد كښې 326 اربه روپۍ ترلاسه كړې شوې وې كومې چې د كال 2024په مقابل كښې 30 فيصده زياتې دي٬ د فروري 2025 نه تر ستمبر 2026ء په مهال د 45.4 اربه روپو ماليت د 12 نوے لسټډ کارپوريټ پورونو اجراء هم شوې چې ورسره د سکوك او نورو قرضو مالياتي ذريعو كښې د زياتولو هلو ځلو عكاسي كېږي۔ په غونډه كښې د نيشنل ګرډ کمپني آف پاکستان لميټډ (اېن جي سي) په مجوزه شريعه کمپلائنټ سکوك پروګرام هم غور وشو چې مجموعي حجم ئې تر 100 اربه روپو او ابتدائي اجراء به تر 20 اربه روپو وي۔ په دې موقع ده په ټولو اړوند ادارو زور راوړو چې ھغوي د اصلاحاتي عمل رفتار په ځائے اوساتي، پاتې خنډان لرې كړي او د سرمایه کارو او اجراء كوٶنكو سره موثر رابطې زياتې كړي دغسې چې په هېواد كښې متنوع، موثر او د رسنې وړ کیپیټل مارکیټ جوړ كړے شي۔ په غونډه كښې د اېس اي سي پي چیئرمېن، د سټیټ بینك آف پاکستان، پاکستان سټاک ایکسچینج، پاکستان بینکس ایسوسی ایشن، ټیکس پالیسي آفس نمائندګانو او د خزانې وزارت لوړ پورو ګډون كولو۔










