اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګلګت بلتستان اولس لپاره د وفاقي حکومت لخوا د 100 مېګاٶاټ پېل كړې د شمسي توان پروژې زر تر زره د بشپړولو امر كولو سره اړوند وزارتونو او ادارو ته ووئيل په ګلګت بلتستان كښې په روانو پرمختيائي منصوبو كار تند كړئ او د دې په وخت بشپړتيا لپاره اړين فنډز هم باوري كړئ۔ د جمعې په ورځ …
وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګلګت بلتستان اولس لپاره د وفاقي حکومت لخوا د 100 مېګاٶاټ د شمسي توان پروژې زر تر زره د بشپړولو امر

مزید خبریں
اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګلګت بلتستان اولس لپاره د وفاقي حکومت لخوا د 100 مېګاٶاټ پېل كړې د شمسي توان پروژې زر تر زره د بشپړولو امر كولو سره اړوند وزارتونو او ادارو ته ووئيل په ګلګت بلتستان كښې په روانو پرمختيائي منصوبو كار تند كړئ او د دې په وخت بشپړتيا لپاره اړين فنډز هم باوري كړئ۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې په ګلګت بلتستان كښې په وفاقي پرمختيائي منصوبو د پېشرفت جاج اغستو لپاره غونډه وشوه چې پكښې د ګلګت بلتستان وزيراعليٰ امجد حسېن په خاص توګه ګډون وكړو ٬ په غونډه كښې د ګلګت بلتستان اولس څوك چې د نومبر په وړومبۍ نيټه د ډوګره راج څخه آزادي او د دغې نه وروستو پاکستان سره د الحاق تاريخي ورځ لمانځي، پېرزوئنې وړاندې كړې٬ د دې ورځ په لړ كښې د نومبر په وړومبۍ نيټه د وزيراعظم د ګلګت بلتستان دوره متوقع ده۔ په غٶنده كښې د وزيراعظم په امر په جولائي كال 2026 كښې د جوړې كړې شوې كمېټۍ رپورټ وړاندې كړے شو چې پكښې په ګلګت بلتستان كښې د روانو وفاقي پرمختيائي منصوبو په موجوده صورتحال، عمل درآمد كښې رامخې ته خنډانو او د منصوبو په وخت بشپړتيا لپاره د ضروري اقدامات جاج واخستلے شو۔ په غونډه كښې په ګلګت بلتستان كښې د پن برېښنا روانو منصوبو، بنيادي ډھانچې او د شمسي توان په منصوبو د پيشرفت هم جاج واخستلے شو۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف د ګلګت بلتستان اولس لپاره د وفاقي حکومت لخوا د سل مېګاٶاټ پېل كړې د شمسي توان پروژې زر تر زره د بشپړولو امر وكړو۔ په غٶنده كښې ګلګت بلتستان كښې د نلتر پاور پراجيکټ بشپړتيا، د ترهګرۍ مخنيوي صلاحيت زياتول او د ډيجيټل انفراسټرکچر تنصيب په اړه هم خبرې وشوې۔ وزيراعظم محمد شهباز شريف اړوند ادارو او وزارتونو ته امر وكړو چې په ګلګت بلتستان كښې په روانو پرمختيائي منصوبو كار ګړندې كړئ او د دې په وخت بشپړتيا لپاره اړين فنډز هم باوري كړئ۔ وزيراعظم امر وكړو چې په ګلګت بلتستان كښې د روانو وفاقي پرمختيائي منصوبو په موجوده صورتحال، عمل درآمد كښې رامخې ته خنډان لرې كړئ او د اړوند ادارو ترمېنځه د موثره رابطه كارۍ د لارې په منصوبو عملدرآمد لا ګړندې كړئ۔ وزيراعظم د دې عزم پخلے وكړو چې د ګلګت بلتستان پرمختګ، اولس ته بنيادي سهولتونه وركولو او د دوي د ژوند معيار ښه كولو ته وفاقي حكومت پام لرنه ۔ وزيراعظم امر وكړو چې د پرمختيائي منصوبو په خاص توګه د توان د منصوبو د پېشرفت باقاعده نګراني وكړئ دغسې چې اولس د دې منصوبو د مېوو څخه زر تر زره مستفيد شي۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو احسن اقبال، اعظم نذير تارړ، عبدالعليم خان، مصدق ملك، عطاء الله تارر، شزا فاطمه، سردار اويس لغاري، د وزيراعظم سلاحكار رانا ثناء الله او محمد علي پشمول اروند سركاري چارواكو ګډٶن كولو۔










