’’لوک مېله 2026ء‘‘ 27 نومبر څخه په اسلام آباد كښې پېل كيږي

اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) د  پاکستان بېلې كلتوري ورثې ٬ سيمه ايز روايات ٬ اولسي فنون او د ژوند روايتي چال چلند رامخې ته كولو له تر ټولو لويه كلنه كلتوري مېله ’’لوک مېله د  2026ء‘‘27 نومبر څخه تر 6 دسمبر په لوك ورثه شکرپړیاں اسلام آباد كښې پېل كيږي۔ د لوك ورثه وياند له مخې لوك مېله د اسلام آباد د كلنو كلتوري فعاليتونو يوه ښكاره برخه ده په …

اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی) د  پاکستان بېلې كلتوري ورثې ٬ سيمه ايز روايات ٬ اولسي فنون او د ژوند روايتي چال چلند رامخې ته كولو له تر ټولو لويه كلنه كلتوري مېله ’’لوک مېله د  2026ء‘‘27 نومبر څخه تر 6 دسمبر په لوك ورثه شکرپړیاں اسلام آباد كښې پېل كيږي۔ د لوك ورثه وياند له مخې لوك مېله د اسلام آباد د كلنو كلتوري فعاليتونو يوه ښكاره برخه ده په كومه كښې چې هر كال د هېواد د بېلو سيمو كلتوري شناخت ٬ ځائي هنرمندي او د پېړيو پخواني روايات په يو پلېټ فارم وړاندې كولې شي۔ د مېلې يوه مهمه برخه به د پنجاب، سندھ، بلوچستان، خېبر پښتونخوا، آزاد کشمیر اور ګلګت بلتستان كلتوري پوېلېنز وي چرته به چې روايتي ژوند ، سيمه ايز كلتور ، مخصوص طرز تعمیر، روایتی جامې ٬ دستكارۍ او ځائي هنر په ډاګه كولې شي۔ په مېله كښې به د پاكستان د روايتي او سيمه ايزو خوراكونو سټالز هم لګولې شي۔ په لوك مېله 2026 كښې به نه يوازې دا چې د پاكستان كلتوري تنوع ٬ سيمه ايز شناخت او روايتي فنون رامخې ته كولې شي بلكې ځائي هنرمندو له به د خپلو څيزونو او صلاحيتونو معارفي كولو موقع هم وركړې شي۔ مېلې ته د پاكستان د ټولو سيمو څخه خلق راځي او دې كښی د بېلو هېوادونو سفارتكار او بهرني استازي هم ګډون كوي۔

مزید خبریں