اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد ټول ګرين ببلټس او سرکاري زمكې د هر ډول تجاوزات نه په بشپړه توګه پاكولو لپاره د يو لوي او بې پرې آپريشن رسمي پېل سره په اسلام آباد ايکسپريس وے د کھنه انټرچينج په ګرين بيلټ 30 كالو وړاندې جوړه كړې شوې تھاڼه کھنه نړولې ده٬ د وفاقي وزير په موجودګۍ كښې …
ګرين بيلټس له تجاوزاتو پاكولو لپاره 30 كلنه پخوانۍ تهاڼه ونړولې شوه، وزيراعظم زما په درخواست ډي جي کيپټل ايمرجنسي سروسز لپاره ريويو کمېټي جوړه كړه٬ هيله مند يو چې ډېر زر به پخپل پوزيشن بحال شوو: محسن نقوي

مزید خبریں
اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد ټول ګرين ببلټس او سرکاري زمكې د هر ډول تجاوزات نه په بشپړه توګه پاكولو لپاره د يو لوي او بې پرې آپريشن رسمي پېل سره په اسلام آباد ايکسپريس وے د کھنه انټرچينج په ګرين بيلټ 30 كالو وړاندې جوړه كړې شوې تھاڼه کھنه نړولې ده٬ د وفاقي وزير په موجودګۍ كښې د سي ډي اے چيئرمېن سهېل اشرف او د اسلام آباد آئي جي سهېل چوهدري خپله مشينري آپرېټ كولو سره د تهاڼې وداني ونړوله۔ په دې موقع ميډيا سره په خبرو كښې محسن نقوي ووئيل چې اسلام آباد ښائسته، ګرين او د تجاوزات پاك ښار جوړول د حكومت وړومبۍ هدف دے۔ ده واضحه كړه چې آپريشن بې پرې روان دې۔ ده ووئيل په سركاري زمكه به سركاري يا نجي ادارې او كسانو ته د قبضې اجازه ورنه كړې شي۔ د داخله وزارت ماتحت ادارو قبضې څخه زمكې خلاصولې كېږي چې له مخې ئې د دې نه وړاندې ميريټ هوټل سره نزدې د ايف سي کيمپ هم اخوا كړې شوي او هلته اولسي پارك جوړ كړې شوې دې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير د اهم پېشرفت نه خبرولو سره ووئيل چې د ډي جي کيپټل ايمرجنسي سروسز ډاکټر عبد الرحمن په معامله وزيراعظم څخه د نظرثاني باقاعده درخواست شوې ٶ چې پرې وزيراعظم ريويو کمېټي جوړه كړې ده٬ پوخ اميد دے چې ھغوي به ډېر زره پخپل پوزيشن بحال شي۔ د ښار د نوې سېكټرز په حواله د پيشرفت احاطه كولو سره وفاقي وزير ووېيل چې د سي ډي اے په 20 زره كناله زمكه مشتمل مارګله انکليو لويه منصوبه ده كار په تېزۍ سره جاري دې او خپل حتمي پړاٶ كښې داخل شوې د٬ دې سره سيکټر E-12 هم بحال كړې شوې او سيکټرز C-14، C-15، C-16 او C-17 په ډويلپمنټ هم په ترجيحي بنيادونو كار جاري دے۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د وګړو د تېرو 20 ٬ 20 كلونو راهېسې ځنډ سره د مخ پلاټس مسئلې به په هر صوت كښې حل كولې شي او په اسلام آباد كښې د كركټ د نوي سټېډيم د بنياد تيګه به هم په راتلونكې څو ورځو كښې كېښودې شي۔










