اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د پاکستان او سنګاپور ترمېنځه سفارتي اړيكې په اقتصادي رابطو كښې د بدلولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې دواړه هېوادونو خپله منځه اړيكې همكارۍ ته د ودې وركولو او اقتصادي سفارت کارۍ د لارې نوې لوړې كچې ته رسولې شي۔ د سنګاپور خارجه وزير ډاکټر ويوين بالا کرشنن ووئيل د دواړو هېوادونو …
د پاکستان او سنګاپور ترمنځ سفارتي اړيكې به په اقتصادي اړیکو بدلول وي ؛ دواړه هېوادونه د دوه اړخیزه همکارۍ، سرمايه كارۍ ودې او اقتصادي سفارتكارۍ له لارې خپلې اړیکې نوې كچې ته رسولې شي: نائب وزيراعظم اسحاق ډار

مزید خبریں
اسلام آباد 30 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د پاکستان او سنګاپور ترمېنځه سفارتي اړيكې په اقتصادي رابطو كښې د بدلولو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي چې دواړه هېوادونو خپله منځه اړيكې همكارۍ ته د ودې وركولو او اقتصادي سفارت کارۍ د لارې نوې لوړې كچې ته رسولې شي۔ د سنګاپور خارجه وزير ډاکټر ويوين بالا کرشنن ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د همكارۍ يو شمېر څانګې موجود دي او د دې دورې مقصد په بېلو چارو تفصيلي خبرې او عملي پيشرفت كول دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خارجه وزارت كښې د پلاويو په كچه د مذاكراتو په پېل خپلو خبرو كښې وكړه۔ نائب وزيراعظم اسحاق ډار د سنګاپور خارجه وزير ډاکټر ويوين بالا کرشنن په اسلام آباد كښې هركلي كولو سره ووئيل پاکستان او سنګاپور سږ كال د سفارتي اړيكو 60مه سالګره لمانځي۔ ده سنګاپور له د آسيان د غړيتوب په ترلاسه كولو مباركي وركولو سره ووئيل چې سږنې كال سنګاپور لپاره ډېر د اهميت وړ دے او پاکستان هم په ګڼ اړخيزه كچه اهمې ذمه وارۍ سنبهالوي او د اېس سي او د حكومتي مشرانو د كونسل مشري ئې سنبهال كړې ده۔ ده په مئي كال 2026 كښې په قبضه كړې شوې سمندري بېړۍ كښې د پاكستاني وګړو وطن ته په ستنېدو كښې د سنګاپور د مرستې ستائنه كولو سره د خارجه وزير خاص مننه وكړه۔ ده ووئيل چې په دې معامله كښې د سنګاپور خارجه وزير د ډېر مهربانۍ او بشپړه مرستې څرګندونه كړې٬ كومې ته چې پاكستان په درنه سترګه ګوري۔ نائب وزيراعظم ووئيل چې د پاکستان او سنګاپور ترمېنځه د مرستې پراخه امكانات موجود دي خو په اقتصادي رابطو كښې د دواړو هېوادونو د ژورو سفارتي اړيكو بشپړه عكاسي نه كيږي۔ ده د خپلې 35 كلنې وظيفائي تجربي حواله وركولو سره ووئيل ما د خپل ژوند لويه برخه په اقتصادي وزارتونو كښې په خدمت كښې تېره كړې ده او دوه كاله وړاندې مې د خارجه وزارت ذمه دارۍ سنبھالولو سره په خپله ملګرو دا خبره په ډاګه كړې وه چې اوس به اقتصادي سفارت کارۍ ته ترجيح وركولې شي۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو مشتركه هڅې، شريكه مرسته، د روابطو وده او په کاروباري هلو ځلو كښې سهولت وركولو سره اقتصادي اړيكې نوې لوړې كچې ته رسولې شو۔ سېنېټر اسحاق ډار د پاکستاني چارواكو د تربيې په سهولتونو د سنګاپور مننه كولو سره ووئيل چې تر اوسه نزدې 500 پاکستاني چارواكو د سهولتونو څخه استفاده كړې ده، كومو ته چې پاکستان په درنه سترګه ګوري۔ ده ووئيل چې د خاص سرمايه کاري سهولت کونسل (اېس آئي اېف سي) بنيادي مقصد غېر ملکي سرمايه کارو ته ون ونډو سهولت وركول دي او بورډ آف انوېسټمنټ او اېس آئي اېف سي ضم كړې شوې دي، د دې اقدام په نتيجه كښې ممکنه سرمايه کارو ته په يو پليټ فارم ټول ضروري سهولتونه وركولې كېږي٬ په بورډ آف انويسټمنټ كښې د سرمايه کارۍ ممکنه څانګو، پروفائلز او د معلوماتي بروشرز پشمول اړوند مواد شتون لري۔ ده ده هيله ولرله چې بورډ آف انوېسټمنټ په سنګاپور كښې خپل همڅنګ منصب ادارو سره په ګډه سرمايه كارۍ ته وده وركولو كښې موثره كردار لوبولې شي۔ نائب وزيراعظم انسټي ټيوټ آف ټيکنيکل ايجوکيشن سره د مرستې لوظنامې ته زر تر زره حتمي شكل وركولو او د سكلز ودې حوالې سره نېشنل ووکېشنل اېنډ ټيکنيکل ټرېننګ کميشن(NAVTTC) سره د مفاهمت د ياددښت په اهميت هم زور رواړو۔ ده ووئيل چې د آفتونو مخنيوي په څانګه كښې هم د مفاهمت د يو ياددښت به نن تبادله كولې شي٬ د پاکستان لخوا په دې لړ كښې د ټولو ضروري منظورو پشمول اړوند كارروائي بشپړ كړې شوې ده او د مفاهمت ياددښت تبادلې نه وروسته به په يوه اوونۍ كښې كابينې څخه د دې توثيق ترلاسه كړې شي۔ سېنېټراسحاق ډار ووئيل چې په ګڼ اړخيزه چارو او بېلو نړيوالو فورمونو د پاکستان او سنګاپور ترمېنځه بهترينه مرسته موجود ده٬ دواړه هېوادونه يو بل سره پرله پسې رابطې او د مشاورت د لارې په بېلو معاملو د خيالاتو څرګندونه كوي۔ ده په سيمه ايزو چارو كښې د سنګاپور د خارجه وزير د دلچسپي هم ستائنه وكړه۔ نائب وزيراعظم ووئيل په محدود كچه غونډه كښې د فلسطين، جمو و کشمير او انصاف نړيوال عدالت پشمول په نورو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ ده د دې اميد څرګندونه وكړه چې د پاکستان او سنګاپور ترمېنځه دوستي او د مرستې موجوده سلسله به په سباون كښې هم روانه وي۔ په دې موقع د سنګاپور خارجه وزير ډاکټر ويوين بالا کرشنن د پاکستان دورې او په اسلام آباد كښې د قيام په موقع په تود هركلي او مېلمستيا د نائب وزيراعظم مننه كولو سره ووئيل زه خوشحال يم چې دا دوره په خوشګوار موسم كښې كېږي۔ د سنګاپور خارجه وزير د پاکستان د كردار ستائنه كولو سره ووئيل چې پاکستان په ھغه وړومبو هېوادونو كښې شامل ٶ چا چې د سنګاپور آزادي تسليم كړې۔ سنګاپور په دې وروستۍ كښې د آزادۍ خپل 61م كال بشپړوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د سفارتي اړيكو 60مه سالګره لمانځل يوه اهمه موقع ده۔ ده ووئيل چې د دواړو هېوادونو ترمېنځه مرسته په يو شمېر څانګو كښې موجود ده او زما د دورې مقصد په بېلو چارو تفصيلي خبرې او عملي پېشرفت كول دي۔










