وزيراعظم شهباز شريف د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن په ټاكنو كښې په بريا انډيپينډنټ ګروپ له مباركي وركړه

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن په ټاكنو كښې په بريا   انډيپينډنټ ګروپ له مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د انډيپنډنټ ګروپ قيادت اعظم نذير تارړ او احسن بھون له خاص مباركي وركولو سره نوي ټاكلي صدر سيد امجد شاه او نورو عهديدارو …

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن په ټاكنو كښې په بريا   انډيپينډنټ ګروپ له مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف د انډيپنډنټ ګروپ قيادت اعظم نذير تارړ او احسن بھون له خاص مباركي وركولو سره نوي ټاكلي صدر سيد امجد شاه او نورو عهديدارو له مبارکي او سباون لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل دا  بريا د وکيلانو په حکومتي پاليسو د باور او د قانون و انصاف په اړه د حکومتي موقف د ملاتړ مظهر ده ، دې بريا ثابت كړه چې وکيلان د حکومت آئيني و قانوني اصلاحات ته په درنه سترګه ګوري۔ وزيراعظم ووئيل حکومت تل وکيلان په اصلاحات عمل  كښې مهم شراکت دار ګڼلي او بيا به هم ګني، د انډيپينډنټ ګروپ قيادت په خاص توګه اعظم نذير تارړ او د احسن بھون محنت او د وکيلانو حقونو لپاره تل غږ پورته كول او د دوي خېرښګړې لپاره اقدامات د ستائنې وړ دي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د انډيپينډنټ ګروپ نوے ټاكلے صدر سيد امجد شاه او نور عهديدار به په هېواد كښې د قانون و انصاف  بر لاسي له په دې سفر كښې د حکومت او وکيلانو همكاري لا قوي كړي۔

مزید خبریں