اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي سياسي اختلافات پخپل ځائے ولې د رياست په اړه نامناسبه خله خوځول د يو سياست مدار سره ښه نه ښكاري، دا ډېره د افسوس وړ خبره ده٬ د دې بيان نه وروستو ھغه لپاره د احترام ګنجائش نه پاتې كېږي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غٶنډه كښې د بحث په مهال وفاقي …
سياسي اختلافات پخپل ځائے ولې د رياست په اړه نامناسبه خله خوځول يو سياستمدار سره نه ښائي۔ د محسن نقوي په سېنېټ كښې بحث

مزید خبریں
اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي وئيلي دي سياسي اختلافات پخپل ځائے ولې د رياست په اړه نامناسبه خله خوځول د يو سياست مدار سره ښه نه ښكاري، دا ډېره د افسوس وړ خبره ده٬ د دې بيان نه وروستو ھغه لپاره د احترام ګنجائش نه پاتې كېږي۔ د زيارت په ورځ د سېنېټ په غٶنډه كښې د بحث په مهال وفاقي وزير ووئيل زه په ذاتي توګه د مولانا فضل الرحمن ډېر احترام كوم٬ خو د رياست په اړه تېره ورځ د ھغوي بيان زه مايوسه كړے يم۔ ده ووئيل په سياست كښې اختلاف رائے او د تنقيد حق هر چا ته ترلاسه دے خو د دې په اظهار كښې د ځېنې حدود خيال ساتل ضروري دے كوم چې يو سياستمدار له هېرول پكار نه دي۔ محسن نقوي ووئيل مولانا فضل الرحمن د تيرو څو اوونيو راهسې په ما مسلسل تنقيد كوي خو ما ئې ځواب وركول مناسب نه دے ګڼلے۔ ده ووئيل تېره ورځ هم مولانا فضل الرحمن ايوان د حقائقو نه سم نه دے خبر كړے۔ ده واضحه كړه چې زه ايران ته د كومې دفاعي لوظنامې لپاره نه ووم تللے بلكې د منطقې په روان موجوده بحران او د جنګي صورتحال سنبھالولو لپاره د وزيراعظم په خاص امر هلته تللے ووم٬ په دې لړ كښې ما ته وزيراعظم خاص ذمه واري سپارلې وه او په ځينې چارو كښې ئې معاونت هم كړے ٶ۔ ده ووئيل ايران ته تګ زما خپله خوښه يا شوق نه ٶ بلكې ھغه د وزيراعظم لخوا سپارلې شوې ذمه واري وه۔ ده په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې مولانا فضل الرحمن د دې دورې مقصد باندې په سم ډول د پوهې په ځائے په دې اړه پوښتنې كړي٬ وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل په سياسي چارو كښې تنقيد ضرور پكار وي خو د رياست او د قامي مفادات په اړه د ذمه وارۍ څرګندونه هم ضروري ده۔ ده ادعا وكړه چې د ګورنر راج نفاذ نه وړاندې ځېنې اپوزيشن مشرانو سره په ملاقاتونو كښې د ګورنر راج لګولو درخواست كولو او مونږ به وئيل چې د دغې اقدام د لارې د دوي عزت او ځان دې بچ كړے شي ۔ ده ووئيل زه په دې لړ كښې يوازې زباني ادعا نه كوم بلكې د خپل موقف ثابتولو لپاره هم چمتو يم۔ ده په اپوزيشن مشرانو زور راوړو چې كه ھغوي دا ادعا ناسمه ګڼي نو هغوي له د دې ځواب اورېدل هم پكار دے۔ محسن نقوي ووئيل سياسي مشرانو له خپلو بيانونو او طرز عمل كښې د ذمه وارۍ څرګندونه پكار ده ځكه چې په قامي چارو خبرې كولو لپاره د الفاظو انتخاب او د رياست احترام په نظر كښې ساتل ضروري دے۔










