د وزيراعظم په مشرۍ كښې غونډه، د لاهور، کراچۍ هوائي اډو د ماسټر پلانز له مخې د پراخه كولو منظوري، په ايئر پورټس د خدمات معيار نړيوالو تقاضو سره د سمولو امر

  اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد په لويو هوائي اډو مسافرو ته د نړيوال معيار د سفر آسانۍ وركولو لپاره د لاهور او کراچۍ ائيرپورټس د ماسټر پلانز له مخې د پراخه  كولو منظوري وركولو سره امر وكړٶ چې ټولې منصوبې دې په ټاكلې موده كښې بشپړې كړې شي او په  تعميراتي معيار دې كومه سمجهوته ونه كړې شي، ده د مسافرو …

 

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد په لويو هوائي اډو مسافرو ته د نړيوال معيار د سفر آسانۍ وركولو لپاره د لاهور او کراچۍ ائيرپورټس د ماسټر پلانز له مخې د پراخه  كولو منظوري وركولو سره امر وكړٶ چې ټولې منصوبې دې په ټاكلې موده كښې بشپړې كړې شي او په  تعميراتي معيار دې كومه سمجهوته ونه كړې شي، ده د مسافرو سهولت وړومبۍ پام لرنه ګرځولو سره  په هوائي اډو د خدمات معيار نړيوالو تقاضو سره سمولو او د اړوند ادارو ترمېنځه د روابطو ښه كولو هم امر وكړو۔ د وزيراعظم  آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيراعظم په مشرۍ كښې د زيارت په ورځ په اسلام آباد كښې د هېواد په لويو ښاريو كښې د ايئرپورټس پراختيا او مسافرو ته د ښه سفري سهولتونو وركولو په اړه غونډه وشوه ٬ غونډې ته  په لوو ائيرپورټس د سفر سهولتونو د معيار جاج اغستو لپاره د يو نړيوال فرم د لارې په دې وروستيو كښې په بشپړه سروے بريفنګ وركړے شو او د کراچۍ او لاهور ھوئاي اډو   د پراختيا منصوبو او ګرد هېواد كښې د سول ايوي ايشن اتھارټۍ په روانو پرمختيائي منصوبو هم بريفنګ وركړے شو۔  په غونډه كښې وزيراعظم د لاهور او کراچۍ هوائي اډو د ماسټر پلانز له مخې د پراختيا منظوري وركړه۔ وزيراعظم د پراختيا منصوبو او مسافرو ته د سفري سهولتونو ښه كولو لپاره د اصلاحات د تھرډ پارټي ويليډيشن باوري كولو امر كولو سره ووئيل  په دې لړ كښې دې د نړيوال شهرت لرونكو ادارو خدمات ترلاسه كړې شي۔ وزيراعظم ووئيل په ايئرپورټس مسافرو لپاره د ښه کيټررز خدمات دې ترلاسه كړے شي او د خوراك څښاك په معيار به سمجھوتا نه كېږي۔ په دې موقع غونډې ته ووئيل شول د جناح انټرنيشنل ايئرپورټ کراچۍ د  رن وے د پراختيا كار بشپړ شوے دے۔ غونډې ته د لاهور او کراچۍ ائيرپورټس د ماسټر پلانز او د دې د پراختيا پلان او تعمير په ټاكلې موده بريفنګ وركړے شو۔ په غونډه كښې نائب وزيرِ اعظم سينيټر محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو خواجه محمد آصف، ډاکټر مصدق ملک، احد خان چيمه، عطاء الله تارړ، د وزيراعظم سلاحكار محمد علي، د قامي اسمبلۍ غړو راجه اسامه سرور، علي زاهد، د وزيرِاعظم کوآرډينيټر سردار ياسر الياس او اړوند چارواكو ګډون كولو۔

مزید خبریں