وزيراعظم شهباز شريف د جمهوريه ترکيه په 103مه سالګره صدر رجب طيب ايردوان، حکومت او اولس له مباركي وركړه

  اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د جمهوريه ترکيه په 103مه سالګره صدر رجب طيب ايردوان، حکومت او اولس له مباركي وركړې ده ۔ د زيارت په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل د ترکيه د وياړ وړ تاريخ،  په زړه پورې كلتوري ورثه او جمهوريه حېثيت د دې غېر معمولي سفر د اولس د استقامت، جرات او د نه كمزورې كېدونكې جذبې …

 

اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د جمهوريه ترکيه په 103مه سالګره صدر رجب طيب ايردوان، حکومت او اولس له مباركي وركړې ده ۔ د زيارت په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل د ترکيه د وياړ وړ تاريخ،  په زړه پورې كلتوري ورثه او جمهوريه حېثيت د دې غېر معمولي سفر د اولس د استقامت، جرات او د نه كمزورې كېدونكې جذبې عکاسي کوي۔ ده ووئيل  پاکستان او ترکيه د ورورولۍ غېر معمولي اړېكې لري چې بنياد ئې په شريك تاريخ، باور او غير متزلزل يووالي اډاڼه دے۔ وزيراعظم ووئيل زمونږ د اوږد مهاله   دوستي، كومه چې پرله پسې پراختيا او ژورتيا اختياروي د پولو او پېړيو نه پرته ده او د مشترکه اقدارو او هيلو له امله لا مضبوطېږي۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل  د ترکيه اولس سره خوشحالو دا مهمه موقع لمونځلو سره زه باور لرم چې پاکستان او ترکيه به د منطقې او د دې نه وړاندې د امن او استحكام ودې لپاره به په ګډه كار كوي۔ ده ووئيل د پاکستان او ترکيه ترمېنځه د ورورولۍ دائمي اړيكې ورځ په ورځ لا مضبوطې او مستحكمېږي۔

مزید خبریں