د پارليمان قوي كول د پاكستان په ګټه دے، اپوزيشن دې په پارليماني عمل كښې خپل كردار ترسره كړي،په قامي مسئلو اتفاق پيدا كولو سره د پاكستان د ګټې ښه تحفظ كيدے شي ۔ د پي پي پي چيئرمېن قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه

  اسلام آباد 29 اكتوبر  (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټوزرداري وئيلة دي د پارليمان قوي كول د پاكستان په ګټه دے، اپوزيشن دې په پارليماني عمل كښې خپل كردار ترسره كړي،په قامي مسئلو  اتفاق پيدا كولو سره د پاكستان د ګټې ښه تحفظ كيدے شي،د پارليمان فعالولو لپاره يواځې وېناګانې پوره نه دي بلكه عملي شركت ته هم اړتيا ده، اپوزيشن دې هم پارليماني عمل …

 

اسلام آباد 29 اكتوبر  (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټۍ چيئرمېن بلاول بھټوزرداري وئيلة دي د پارليمان قوي كول د پاكستان په ګټه دے، اپوزيشن دې په پارليماني عمل كښې خپل كردار ترسره كړي،په قامي مسئلو  اتفاق پيدا كولو سره د پاكستان د ګټې ښه تحفظ كيدے شي،د پارليمان فعالولو لپاره يواځې وېناګانې پوره نه دي بلكه عملي شركت ته هم اړتيا ده، اپوزيشن دې هم پارليماني عمل كښې خپل كردار ترسره كړي۔د زيرات په ورځ قامي اسمبلۍ كښې بلاول بھټوزرداري ووئيل د مخالفي ډلې مشري تر ټولو مهمه خبره ده ٬ بايد مونږ دا پارليمان فعاله كړو، پارليمان څخه پريكړي وكړو او دې مقصد لپاره د يو بل ملګرتيا وكړو،دا د پاكستان په ګټه ده چې مونږ پارلمان قوي كړو۔ كه پارليمان قوي وي نو مونږ ټول به قوي يو او كه پارليمان او د هغې غړي خپلواكه وي نو د پاكستان اولس به ههم خپلواكه وي،په دې اړه حكومت بايد خپلي ذمه وارۍ ترس ره كړي خو دې سره سره ايوان فعالولو كښې د اپوزيشن كردار هم ضروري دے۔  ده وئوېل كه اپوزيشن دا كردار ترسره نه كړي نو د هغه كسانو مقصد به پوره شي كوم چې غواړي چې پارليمان غير فعاله او كمزورې پاتي شي او اولس  دې ادارې څخه هغه ګټې ترلاسه نه كړي كومي چې پكار دي۔ده ووئيل كه اپوزيشن پريكړه كړې چې پارليماني كمېټيو كښې ګډون نه كوو ، د فنانس كمېټۍ پشمول نورو كمېټيو ته خپل استازي نه ليږي نو دې سره به د پارليمان كردار ته زيان ورسيږي۔ د اولس ، د خپلو سيمو او خپل ګوند نمائندګي كول هم د اپوزيشن غړو ذمه واري ده ٬ كله چې هغوي په كمېټيو كښې ګډون نه كوي د خپلو سيمو مسئلو او اولس غږ به څه ډول هلته ورسي؟  بلاول بھټوزرداري ووئيل كه د مخالفي ډلي مشر واقعي سنجيده دے نو پارليمان دې فعاله كړي او ټول دبايد مقصد لپاره كردار ترسره كړي ٬ ده وئوېل د مخالفې ډلې مشر  ته خواست كوو چې باني پي ټي آئي قامي اسمبلۍ او سېنېټ كښې  د مخالفي ډلي مشرانو له كوم اختيارات او اتھارټي وركړې هغه  استعمال كړي او خپلو غړو ته سپارښتنه وكړي چې د پارليمان تر ټولو مهمو كمېټيو كښې ګډون  وكړي۔

مزید خبریں