اسلام آباد 29 اكتوبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي د پاكستان د وېشلو خوب به چري هم پوره نه شي او هېواد به ان شا الله قائم و دائم وي، د سياسي اختلافات باوجود هېواد كښې د سلامتيا، خپلواكۍ او قامي يووالے به مقدم ساتل وي۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ده ووئيل ذاتي ګټې لپاره مونږ هره ورځ پاكستان ته سپكي …
د سياسي اختلافات باوجود هېواد كښې د سلامتيا، خپلواكۍ او قامي يووالے به مقدم ساتل وي۔ د ريلوے وفاقي وزير قامي اسمبلۍ كښې د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 29 اكتوبر (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير حنيف عباسي وئيلي دي د پاكستان د وېشلو خوب به چري هم پوره نه شي او هېواد به ان شا الله قائم و دائم وي، د سياسي اختلافات باوجود هېواد كښې د سلامتيا، خپلواكۍ او قامي يووالے به مقدم ساتل وي۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې ده ووئيل ذاتي ګټې لپاره مونږ هره ورځ پاكستان ته سپكي سپوري وايو حالانكه هم د دې هېواد څخه ګټي ترلاسه كوو او د دې د وسائلو څخه استفاده كوو، د سياسي بليك ميلنګ داسې صورتِ حال راپيدا كړے شوے چې نړۍ كښې موجود بليك ميلر هم زمونږ په بليك ميلنګ حيرانيږي۔وفاقي وزير ووئيل د پاكستان په ضد ذاتي ګټې په خاطر غيرمناسب ټكي كارول مناسب نه دي، هغه كسان هېواد هير كړي كومو ته چې دې هېواد د عزت مقام او مخ په وړاندې د تللو موقعه وركړي۔ده ووئيل د قرآن پاك آيات او احاديث د خپلې ذاتې ګټې له بايد استعمال نه كړے شي ٬ اسلام د خپلې سياسي ګټې لپاره استعمالول سم طرزعمل نه دے، ده ووئېل افسوس په دې خبره چې كله هم ذاتي ګټې ته زيان رسي نو په پاكستان ټكونه كيږي۔ده د هېواد شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل پاكستان د هغه شهيد دے كوم چې خپله وينه وركړې،د هغه كونډې دے د كومې مېړه چې شهيد شوے،د هغه شهيد د مور دے د كومې بچے چې قرباني شوے او د هغه بچو دے د چا پلاران چې قربان شوي، ده وئوېل پاكستان يواځې د هغه كسانو نه دے كومو چې د اقتدار د كرسۍ لپاره خپل دولت او وسائل جمع كړې دي۔ وساتو۔










