اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د ریلوے وفاقی وزیر محمد حنیف عباسی د تركيه جمهوريه ورځ په موقع د ترکیه حکومت او اولس له مباركي وركولو سره ووئيل دا ورځ د ترکيې قام عظیمو هلو ځلو ، كلك عزم او د تاریخی قربانيو يادګېرنه ده ۔يو بيان كښې ده ووئيل د پاکستان او ترکیې اړيكي په مينه، اخوت او شريك احترام اډانه دي، د دواړو هېوادونو اولسونو …
د ريلوے وفاقی وزیر د ترکیه 103مي جمهوريه ورځ په موقع د ترکيه مشرتابه او اولس له مباركي وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 29 اکتوبر (اے پي پي) د ریلوے وفاقی وزیر محمد حنیف عباسی د تركيه جمهوريه ورځ په موقع د ترکیه حکومت او اولس له مباركي وركولو سره ووئيل دا ورځ د ترکيې قام عظیمو هلو ځلو ، كلك عزم او د تاریخی قربانيو يادګېرنه ده ۔يو بيان كښې ده ووئيل د پاکستان او ترکیې اړيكي په مينه، اخوت او شريك احترام اډانه دي، د دواړو هېوادونو اولسونو په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كړي۔ده د صدر رجب طیب اردوان بصیرت لرونكے قیادت ستائيلو سره ووئيل د هغه په لارښودونه كښې د ترکیه تعمیر و پرمختګ او نړيوال استحکام كښې مثالی کامیابۍ ترلاسه كړي۔محمد حنیف عباسي ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځه د ریلوے څانګه كښې مرستي زياتولو لپاره به كوټلي او عملی ګامونه اغستلې شي، اسلام آباد تهران استنبول فریټ ټرين بحالولو او يو مستقل تجارتی کوریډور جوړول به د سيمي تجارت او معاشي هلو ځلو ودې لپاره كاميابي ثابته شي۔ده دعا اوكړه چې لوي څښتن دې پاك ترك ملګرتيا عمر له قائمه ساتي۔










