پاكستان سائبر سكيورټي كښې په نړيواله كچه ټاپ ټيئر كښې شامل شو،دا يواځې د آئي ټي نه بلكه  د قامي بقا او د ژوند طرزِ٬ معاشي پرمختګ  له د يو چيلنج حېثيت لري۔ وفاقي وزيره شزه فاطمه خواجه

  اسلام آباد 29 اكتوبر  (اے پي پي) د انفارميشن ټيكنالوجي و ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيري شزه فاطمه خواجه وئيلي دي  په نړيواله كچه درجه بندۍ كښې د ښه والي نه پس پاكستان اوس د سائبر سكيورټي په څانګه كښې  د ټاپ ټيئر په وړومبي صفِ كښې شامل شوے دے ، ډيجيټل تحفظ لا مستحكمولو لپاره جامع سائبر سكيورټي قانون سازي هم وروستي پړاؤ كښې ده۔د پاكستان ټيلي كميونيكيشن اتھارټي …

 

اسلام آباد 29 اكتوبر  (اے پي پي) د انفارميشن ټيكنالوجي و ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيري شزه فاطمه خواجه وئيلي دي  په نړيواله كچه درجه بندۍ كښې د ښه والي نه پس پاكستان اوس د سائبر سكيورټي په څانګه كښې  د ټاپ ټيئر په وړومبي صفِ كښې شامل شوے دے ، ډيجيټل تحفظ لا مستحكمولو لپاره جامع سائبر سكيورټي قانون سازي هم وروستي پړاؤ كښې ده۔د پاكستان ټيلي كميونيكيشن اتھارټي (پي ټي اے) او يو اين ډي پي په همكارۍ سره د  ’’سائبر سكيورټي خبرتيا اوونۍ 2026‘‘اختتامي دستوري ته وينا كښې وفاقي وزيري ووئيل سائبر سكيورټي اوس يواځې د آئي ټي څانګي مسئله نه ده بلكه دا زمونږ د ژوند د طرز ، معاشي پرمختګ او قامي سلامتيا شريك چيلنج جوړ شوے۔دي ووئيل په حكومتي كچه سكيورټي آپريشن سينټرز (ايس او سيز)او نيشنل كمپيوټر ايمرجنسي رسپانس ټيم (نيشنل سرټ) په بشپړه ډول فعاله  دي آ دغسې صوبائي سرټس هم رسپانس وركولو له چمتو دي ، د پيكا  قانون كښې ضروري تراميم د لارې نېشنل سائبر كرائم انويسټي ګيشن ايجنسي په بشپړه ډول خپلواكه اداره جوړه كړې شوې دغسې چې د آن لائن جرمونو او ګيلو په سمدستي توګه  آزاله وكړې شي۔

مزید خبریں