تعليمي پروګرامونه د صنعتي ضروريات سره سمولو ته اړتيا ده٬ دغسې چې د ځوانانو لپاره كوټلي معاشي موقعې راپيدا كړې شي ۔ د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خان

  بيجنګ 29 اكتوبر  (اے پي پي) د وزيراعظم  يوتھ پروګرام (پي ايم  وائے پي) چيئرمېن رانا مشهود احمد خان فني و پيشه وره تعليم، تكنيكي تربيې او د ځوانانو لپاره د روزګار موقعو زياتولو لپاره نړيواله شراكت داري لا قوي كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل تعليمي پروګرامونه د صنعتي ضروريات سره سمولو ته اړتيا ده دغسې چې د ځوانانو لپاره معاشي موقعې راپيدا كړې شي۔بيلټ اينډ روډ …

 

بيجنګ 29 اكتوبر  (اے پي پي) د وزيراعظم  يوتھ پروګرام (پي ايم  وائے پي) چيئرمېن رانا مشهود احمد خان فني و پيشه وره تعليم، تكنيكي تربيې او د ځوانانو لپاره د روزګار موقعو زياتولو لپاره نړيواله شراكت داري لا قوي كولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل تعليمي پروګرامونه د صنعتي ضروريات سره سمولو ته اړتيا ده دغسې چې د ځوانانو لپاره معاشي موقعې راپيدا كړې شي۔بيلټ اينډ روډ انټرنيشنل انډسټري ايجوكيشن كوآپريشن فورم ته وينا كښې رانا مشهود احمد خان ووئيل پاكستان د ځوانانو خپلواكه كولو، صنعتي پرمختګ او شريكي معاشي سوكالۍ لپاره د نړيوالو شراكتدارو سره عملي او تل پاتي مرستي له ودي ته لوظي دے۔ده د پاكستان حكومت د اړخه د فورم په كولو منتظمينو له مباركي وركړه او د تعليم و پوهانو ترۍ څانګو كښې نړيوالي مرستي قوي كولو له  د مؤثر پليټ فارم په وركولو يې  د ټينګ انټرنيشنل ايجوكيشن ګروپ مننه وكړه۔صنعت او د تعليم  د همكارۍ اهميت رامخې ته كولو سره رانا مشهود احمد  خان ووئيل ځوانان  د هر هېواد قيمتي سرمايه او قامي پرمختګ او  د سماجي پيشرفت مهم محرك وي۔ده د پوهانو او د تجربو د تبادلې، تربيتي پروګرامونه د صنعتي ضروريات سره سمول او د اسناد تسليمولو امكانات  د لټولو ډاډ ګېرنه وكړه۔ده باور څرګند كړو چې دا فورم به مشاورت ته ودې وركولو،نړيواله شراكت داري قوي كولو او د ملګرو ملتونو تل پاتي پرمختګ 2030  تګلارې سر كولو كښې مرستياله ثابت شي دغسې د نوي نسل لپاره به د تعليم او روزګار ښي موقعې راپيدا كولو كښې هم مهم كردار ترسره كړي۔

مزید خبریں