صدرِ مملكت آصف علي زرداري په كيچ  كښې د ترهه ګرو په ضد په كاميابه كارروائي امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي

  اسلام آباد 29 اكتوبر  (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د بلوچستان په ضلع كيچ ميناز سيمه كښې د ترهه ګرو په ضد په كاميابه كارروائي امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي دي ۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر ميډيا وِنګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدرِ مملكت د كارروائي په مهال د فتنه الهندوستان يو ترهه ګر په وژلو د امنيتي ځواكونو …

 

اسلام آباد 29 اكتوبر  (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د بلوچستان په ضلع كيچ ميناز سيمه كښې د ترهه ګرو په ضد په كاميابه كارروائي امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړي دي ۔ د زيارت په ورځ د ايوان صدر ميډيا وِنګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدرِ مملكت د كارروائي په مهال د فتنه الهندوستان يو ترهه ګر په وژلو د امنيتي ځواكونو پيشه وره صلاحيتونه وستائيل۔صدر مملكت د ترهه ګرو د اړخه دوه ميرمني ځان سره  د بوتللو هڅي په شنډولو د امنيتي ځواكونو كارروائي ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل په بلوچستان كښې د ترهه ګرۍ تر بشپړه ختمولو به د امنيتي ځواكونو كارروائۍ روانې وي۔

مزید خبریں