صدر مملكت آصف علي زرداري د تركيه جمهوريه په ورځ د پاكستان او تركيه د ورورولۍ تاريخي اړيكو او دفاعي مرستي په لا زياتولو زور راوړو

  اسلام آباد 29 اكتوبر  (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او تركيه ترمينځه تجارت، سرمايه كارۍ، دفاع، تعليم، ثقافت او شريكې خوښې په نورو څانګو كښې د مرستي د لارې تاريخي شراكت داري لا مستحكمولو په اهميت زور راوړو۔د ايوانِ صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت د جمهوريه تركيه په 103مه سالګره د تركيه صدر رجب طيب اردوان په …

 

اسلام آباد 29 اكتوبر  (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري د پاكستان او تركيه ترمينځه تجارت، سرمايه كارۍ، دفاع، تعليم، ثقافت او شريكې خوښې په نورو څانګو كښې د مرستي د لارې تاريخي شراكت داري لا مستحكمولو په اهميت زور راوړو۔د ايوانِ صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې صدر مملكت د جمهوريه تركيه په 103مه سالګره د تركيه صدر رجب طيب اردوان په نوم د مباركۍ په خط كښې د دواړو هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ اړيكي رامخې ته كړي كومي چې په شريك تاريخ، عقيدے، اقدار او دواړو قامونو ترمينځه په رابطو اډانه دي۔صدر  آصف علي زرداري ووئيل تركيه د تيري يوي پيړۍ په مهال په زړه پوري پيشرفت كړې دے، خپلي ادارے ئې قوي كړي، اقتصادي پرمختګ ته ئې وده وركړي او سيمه ايزو او نړيوالو چارو كښې ئې خپل مقام او كردار زيات كړی ۔ده ووئيل پاكستان په مشكل وخت كښې د تركيه قيادت او اولس د اړخه حمايت  او يووالي څرګندوني ته د قدر په سترګه ګوري۔ صدر مملكت د دې باور څرګندونه وكړه چې د دواړو هېوادونو ترمينځه تاريخي شراكت داري په پراخه سياسي رابطو او د شريكې خوښې په بيلو څانګو كښې د نزدې مرستي د لاري ووده مومي۔مكه مشتركه دفاعي معاهدے حواله وركولو سره صدر آصف علي زرداري د دې باور څرګندونه وكړه چې دا معاهده دوه اړخيزه او درې اړخيزه اړيكو لا قوي كولو، پاكستان، تركيه او سعودي عرب ترمينځه تزويراتي مرستي زياتولو  او سيمه او دې څخه بهر د اوږدې مودې امن، سلامتيا او استحكام وده كښې مرستياله وګرځي۔

مزید خبریں