صدر مملكت آصف علي زرداري تهر پاركر كښې په اېمبولېنس كښې د آكسيجن سلېنډر چاودنو پیښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان غمرازي ښكاره كړه

  اسلام آباد 29 اكتوبر (اے پي پي)  صدر مملكت آصف  علي زرداري تهر پاركر كښې په اېمبولېنس كښې د آكسيجن سلېنډر چاودلو په پیښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غمرازي او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د اېوان صدر مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه صدر مملكت آصف علي زرداري پیښه كښې د حق رسېدلو كسانو كورنيو سره غمرازي  او د ژوبل شوو …

 

اسلام آباد 29 اكتوبر (اے پي پي)  صدر مملكت آصف  علي زرداري تهر پاركر كښې په اېمبولېنس كښې د آكسيجن سلېنډر چاودلو په پیښه كښې د قيمتي ځانونو په زيان د غمرازي او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د زيارت په ورځ د اېوان صدر مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه صدر مملكت آصف علي زرداري پیښه كښې د حق رسېدلو كسانو كورنيو سره غمرازي  او د ژوبل شوو كسانو زر روغتيا لپاره د نېكو ھيلو څرګندونه وكړه۔  صدر ممكلت ووئېل د پیښې سبب معلومولو لپاره دې سمدستي پاكې پلټنې وكړې شي او په سباون كښې د داسې خفګاني پیښې مخ نيوي له دې حفاظتي اقادات  موثر كړے شي۔

مزید خبریں