اسلام آباد۔28اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعات و خپرونو لپاره وفاقي پارلماني سېكرټري بیرسټر دانیال چوهدري وئېلي دي د خیبر پښتونخوا اولس ته د پیښې ترهه ګرۍ ،ناامنۍ او د واكمنۍ مسائلو حل کولو لپاره سیاسي بیانونه او د تورونو په ځائے سنجیدہ او ذمه وار موقف د اختیارولو ضرورت دے ۔ د شورو په ورځ د سماجې رابطې په ویب پاڼه ایکس خپل بیان كښې ده مولانا فضل الرحمٰن …
ترهه ګري، ناامني او د واكمنۍ په مسائلو د سیاست په ځائے سنجیدہ موقف اختیارولو ته ضرورت دے، دانیال چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد۔28اکتوبر (اے پي پي)د اطلاعات و خپرونو لپاره وفاقي پارلماني سېكرټري بیرسټر دانیال چوهدري وئېلي دي د خیبر پښتونخوا اولس ته د پیښې ترهه ګرۍ ،ناامنۍ او د واكمنۍ مسائلو حل کولو لپاره سیاسي بیانونه او د تورونو په ځائے سنجیدہ او ذمه وار موقف د اختیارولو ضرورت دے ۔ د شورو په ورځ د سماجې رابطې په ویب پاڼه ایکس خپل بیان كښې ده مولانا فضل الرحمٰن مخاطب کولو سره ووئېل قامي اسمبلۍ كښې سیاسي بیانات وركول او د تورونو په لګولو به مسائل حل نشي۔بیرسټر دانیال چوهدري ووئېل هېواد ته د اړي ګړي نه بلکې د قامي سلامتیا ،استحکام او اولسي مسائلو حل لپاره د عملي اقدامات ضرورت دے ۔ ده په دې خبره زور راوړو چې خیبر پښتونخوا ته په پیښو چیلنجز سیاست کولو په ځائے د دغې حل لپاره سنجیدہ او ذمه وار طرز عمل خپلول پكار دي ۔










