اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د مينځنۍ درجې کاروبارونو (ايس ايم ايز)، كر كېلې او د نورو ترجيحي څانګو لپاره تر مالي وسائلو رسنې زياتولو لپاره هڅو كښې تندي راوستل، مؤثر اقدامات او د پورونو زر وركولو ته اړتيا ده دغسې چې کاروباري كسانو ، کروندګرو او مستحقو طبقو ته عملي ګټي وروسولې شي۔ده دا خبره د شورو په …
د خزاني وزير سينيټر محمد اورنګزيب په مشرۍ كښې تر ماليات رسني له د سټيئرنګ کمېټۍ 6مه غونډه،اېس اېم ايز، كر كېلې، د هاؤسنګ او اليکټرك ګاړو د فنانسنګ جاج واخستلے شو

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د خزاني وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزيب وئيلي دي د مينځنۍ درجې کاروبارونو (ايس ايم ايز)، كر كېلې او د نورو ترجيحي څانګو لپاره تر مالي وسائلو رسنې زياتولو لپاره هڅو كښې تندي راوستل، مؤثر اقدامات او د پورونو زر وركولو ته اړتيا ده دغسې چې کاروباري كسانو ، کروندګرو او مستحقو طبقو ته عملي ګټي وروسولې شي۔ده دا خبره د شورو په روځ د خزاني وزارت كښې تر ماليات رسني د سټيئرنګ کمېټۍ 6مي غونډي مشري كولو سره وكړه۔په غونډه كښې اېس اېم ايز، كر كېلې، برآمدات، هاؤسنګ او د وزيراعظم مهمو سکيمونو پشمول د اپنا ګھر پروګرام، زرعي قرضه اسکيم ’’زرخيزے‘‘ او پاکستان ايکسيليريټډ وهيکل اليکټريفکيشن (پي اے وي اي) سکيم ترمخه په مالي معاونت د پيشرفت جاج واخستلے شو۔په غونډه كښې په دې خبره زور راوړلے شو چې تر مالي وسائلو رسنه آسانول او جامع رسنه كښې معاشي شموليت، کاروباري هلو ځلو زياتولو ، روزګار وركولو او د غريبۍ كمي لپاره مهم دے۔ کمېټۍ د وړاندې څخه ترسره شوو اقداماتو باندې د عملدرآمد او بيلو څانګو و تکنيکي ذيلي کمېټيو پيشرفت جاج اغستو سره د خنډانو لري كولو ته پام لرنه وشوه۔کمېټۍ ته ووئيل شول تر 23 اکتوبر 2026 كوچني او مينځنۍ درجې کاروبارونو لپاره واجب الادا فنانسنګ حجم تر 1,148 اربه روپة رسيدلے چې پكښې وړو كاروبارونو لپاره 538 اربه روپۍ شاملې دي۔په غونډه كښې سمال اينډ ميډيم انټرپرائزز ډويلپمنټ اتھارټي (سميډا) د كار استعداد زياتولو د تګلارې هم جاج واخستلے شو۔په دې لړ كښې مالياتي خبرتيا ، د دستاويزات ښه والي ، اکاؤنټنګ معاونت او د ډيجيټل سهوليات په وركولو زور راوړلے شو دغسې چې کاروباري ادارې رسمي مالياتي نظام څخه د پور ترلاسه كولو جوګه كړې شي۔










