اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي د كال 2018 نه پس پاکستان كښې په غريبۍ كښې د كمي رفتار ته زيان رسيدلﺀ، د سياسي استحکام نشتوالي ، پرمختيائي پاليسو كښې تسلسل نه لرلو ، معاشي بحرانونو، کورونا وباء او تباه کوونكو سېلابونو د تير وخت پرمختيائي کاميابۍ ځپلي دي او د اولس په پرمختګ سرمايه …
د كال 2018 نه پس پاکستان كښې په غريبۍ كښې د كمي رفتار ته زيان رسيدلے ، د سياسي استحکام نشتوالي ، پرمختيائي پاليسيو كښې تسلسل نه لرلو ، معاشي بحرانونو، کورونا وباء او تباهۍ کوونكو سېلابونو د تير وخت پرمختيائي کاميابۍ ځپلي دي۔احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي د كال 2018 نه پس پاکستان كښې په غريبۍ كښې د كمي رفتار ته زيان رسيدلﺀ، د سياسي استحکام نشتوالي ، پرمختيائي پاليسو كښې تسلسل نه لرلو ، معاشي بحرانونو، کورونا وباء او تباه کوونكو سېلابونو د تير وخت پرمختيائي کاميابۍ ځپلي دي او د اولس په پرمختګ سرمايه کارۍ له د هېواد صلاحيت محدود کړے شوے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د ’’غريبۍ څخه پاک د پاکستان لارې: په شواهد اډانه پاليسۍ او اقدامات لپاره د ګڼ اړخيزه غريبۍ پيمائش مخ په وړاندې بوتللو ‘‘ په سرخط د اعلیٰ پائې دستوري ته وينا كښې وكړه۔په دستوره كښې د آکسفورډ يونيورسټۍ آکسفورډ پاورټي اينډ هيومن ډويلپمنټ انيشي ايټو (او پي ايچ آئي) ډائريکټر پروفيسر سبينا الکائر، سرکاري چارواكو ، پرمختيائي شراکت دارو، محققينو او د تعليم پوهانو ګډون وكړو۔وفاقي وزير د غريبۍ پيمائش څخه وړاندې د هدفي سرکاري سرمايه کارۍ او غريبۍ كښې كمي لپاره په قامي كچه د نوو اقداماتو په حاجت زور راوړو۔پروفيسر احسن اقبال په پاکستان كښې د غريبۍ صورتحال جاج اغستو سره ووئيل د مسلم ليګ (ن) په حکومت 2013 نه تر 2018 كښې اقتصادي پرمختګ ، پرمختيائي سرمايه کاري او انساني پرمختګ ته د وژن 2025 ترمخه مرکزي اهميت ترلاسه ؤ ۔په دغه موده كښې قامي مالياتي پيمانې له مخې د غريبۍ شرح مالي كال 2013-14 كښې 29.5 فيصد څخه په كميدو 2015-16 كښې 24.3 فيصد پاتي شوې دغسې د کمي دغه رجحان 2018-19 تر 21.9 فيصد ؤ ٬ د تازه سرکاري اندازو له مخې مالي كال 2024-25 كښې د غريبۍ شرح په زياتيدو 28.9 فيصد ته رسيدلي،كومه چې په تير وخت كښې د كړي پيشرفت ځپلے كيدو عکاسي کوي۔










