اسلام آباد 28 اكتوبر (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انور چوهدري وئيلي دي د سيمه ايز تاؤ ترېښوالي زياتيدو په تناظر كښې معاشي استحكام لپاره سمندري لارو محفوظولو ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ بحريه يونيورسټي كښې د نېشنل انسټي ټيوټ آف ميري ټائم افيئرز (اين آئي ايم اے) تر سيوري لاندي يو سمپوزيم ته وينا كښې وكړه د كوم …
د سيمه ايز تاؤ ترېښوالي زياتيدو په تناظر كښې معاشي استحكام لپاره د سمندري لارو محفوظولو ته اړتيا ده۔ وفاقي وزير محمد جنيد انور چوهدري

مزید خبریں
اسلام آباد 28 اكتوبر (اے پي پي) د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انور چوهدري وئيلي دي د سيمه ايز تاؤ ترېښوالي زياتيدو په تناظر كښې معاشي استحكام لپاره سمندري لارو محفوظولو ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ بحريه يونيورسټي كښې د نېشنل انسټي ټيوټ آف ميري ټائم افيئرز (اين آئي ايم اے) تر سيوري لاندي يو سمپوزيم ته وينا كښې وكړه د كوم سرخط چې د ’’پاكستان بحري سباؤن: بحري سلامتيا، سمندري نظم و نسق او بليو اكانومي (آبي معيشت)‘‘ ؤ۔ په دې سمپوزيم كښې پاليسي جوړونكو ، د تعليم پوهانو او د بحري چارو چارواكو ګډون وكړو دغسې سيمه ايزو چيلنجونو، بدل شوي بحري نظام، رامخې ته شوي ټيكنالوجيز، سمندري نظم و نسق او د قامي سلامتيا و معاشي پرمختګ كښې د بندر ځايونو او شپنګ څانګي په كردار غور وشو۔ جنيد انوار چوهدري ووئيل د بحري چارو وزارت د بندر ځايونو كاركردګي ښه كولو ، قامي تجارتي بحري بيړۍ زياتولو، تجارت آسانولو او د سرمايه كارۍ راغب كولو له چمتو يو۔ده ووئيل د كراچۍ پورټ ټرسټ (كے پي ټي) 2,000 څخه زياتو بحري بيړيو تګ راتګ سنبھال كړے دغسې وزارت د بندر ځايونو خرڅونه او نيلامۍ تګلاره كښې اصلاحات معارفي كړي او ريفريجريټډ كارګو (منجمد سامان) سهولت او كليئرنس عمل تندولو له ئې اقدامات كړې دي










