د تجارت ودي او سهولت كارۍ لپاره د روانو هڅو رفتار دې برقرار وساتلے شي۔  د نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د تجارت او برآمدات ودې په اړه بين الوزارتي غونډه

اسلام آباد 28 اكتوبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار تجارتي سهوليات ښه كولو،  د پاكستانو څيزونو  معيار ښه كولو او  د اروپائي ائتلاف جي ايس پي پلس فريم ورك څخه مؤثره او په جامع ډول استفادې كولو سره د دې تر نړيوالو منډيانو رسني زياتولو په حاجت زور راوړلو سره اړوندو وزارتونو ته سپارښتنه وكړه چې د تجارت ودې او سهولت كارۍ لپاره …

اسلام آباد 28 اكتوبر  (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار تجارتي سهوليات ښه كولو،  د پاكستانو څيزونو  معيار ښه كولو او  د اروپائي ائتلاف جي ايس پي پلس فريم ورك څخه مؤثره او په جامع ډول استفادې كولو سره د دې تر نړيوالو منډيانو رسني زياتولو په حاجت زور راوړلو سره اړوندو وزارتونو ته سپارښتنه وكړه چې د تجارت ودې او سهولت كارۍ لپاره د روانو هڅو رفتار برقرار وساتئ۔ د خارجه دفتر وياند د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د پاكستان تجارت او برآمدات ودې په اړه بين الوزارتي غونډه وشوه چې پكښې نړيوال تجارت،تر نړيوالو منډيانو رسنه او د بشري حقونو،  د خواري كښو حقونو او د ماحولياتي نظم و نسق په اړه په نړيوالو ذمه وارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔په غونډه كښې نائب وزيراعظم تجارتي سهوليات ښه كولو،  د پاكستانو څيزونو معيار ښه كولو او د اروپائي ائتلاف جي ايس پي پلس فريم ورك څخه په مؤثر او جامع انداز د استفادې كولو سره تر نړيوالو منډيانو رسني زياتولو په حاجت زور راوړو۔اسحاق ډار برآمدات زياتولو لپاره د حكومت  د ټولو ادارو ترمينځه د كوټلې تګلارې د  عزم پخلے وكړو او اړوندو وزارتونو ته ئې سپارښتنه وكړه چې د تجارت ودې او سهولت كارۍ لپاره  د روانو هڅو رفتار برقرار وساتئ۔په غونډه كښې د وزيراعظم خاص مرستيال طارق باجوه، خارجه ، تجارت او انساني حقوق سيكرټريز ، اروپائي ائتلاف او بيلجيئم كښې د پاكستان سفيرانو، صوبو، آزاد جموں و كشمير او اړوندو وزارتونو و محكمو سينئر چارواكو ګډون وكړو

مزید خبریں